د اسلامي هېوادونو د ثقافتي مرکز په توګه په غزني کې د اتاق فعاله ونډه

د اسلامي هېوادونو او يونسکو د پرېکړې پر اساس په ۲۰۱۳ کال کې غزني د اسلامي هېوادونو د ثقافتي مرکز په توګه اعلان شوی او په نږدې راتلونکي کې به د ځانګړو کورنيو او بهرنيو مليمنو کوربه شي.

د اسلامي هېوادونو د ثقافتي مرکز په توګه د غزني د پرانستې د مراسمو په وياړ د غزني د سوداګرۍ او صنايعو اتاق مديره پلاوي د ښاغلي عبدالمتين قلندري په مشرۍ پرېکړه کړې چې د ۲۰۱۳ کال د مراسمو د ښه کېدا او په دې ولايت کې د خصوصي سکټور د ونډې د زياتېداپه موخه د اتاق ښکلې لوګو د کابل کندهار لويې لارې د غزني په داخلي دروازه کې دقيقاً د احمدشاه مسعود په څلورلارې کې ودروي.

ددې لوګو ارزښت ۲۵۰۰۰ افغاني دی چې د کرش پلانټونو د اتحاديې له خوا ورکول شوي دي.  ددې لوګو د پرانستې په مراسمو کې چې د غزني والي الحاج موسی خان اکبرزاده، د غزني ښاروان اينجينر فريدون احمدي، د مرافعې څارنوال عبدالرشيد عابد، د غزني د ولايتي شورا غړي خانزاده، د غزني د اتاق مشرتابه پلاوي او يو شمير خصوصي پانګوالو په کې برخه اخيستې وه.

د يادولو ده چې ددې واټ د ښيرازۍ مسؤليت چې ۵۰۰ متره اوږدوالی لري د عزني اتاق ته وسپارل شو او ياد واټ هم د غزني د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د واټ په نوم ونومول شو.