په شمال زون کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې سيمينار او د پانګونې د ښه کېدا مشورتي ورکشاپ جوړ شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د حرکت ادارې په همکارۍ په مزار شريف کې په يوه ورځ د (پانګونې د وضعيت د ښه کېدا) او  (د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې) تر عنوان لاندې دوه ناستې تر سره کړې.

دا ناستې د خصوصي سکټور دغړو، د سيمه ييزو سکټوري ادارو د مسؤلينو، د مدني ټولنې د استازو، د پوهنتونونو د استادانو او اقتصادي پوهانو د نظرونو د راټولولو په موخه جوړ شوی و، چې   په شمال زون کې د پانګونو پر وړاندې د پرتو خنډونو د معرفي کولو په موخه او ددې خنډونو د له منځه وړلو په موخه او همدا ډول د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه په کې ۱۳۰ تنو برخه اخيستې وه.

ددې ناستې کليدي ويناوال د بلخ ولايت د والي مرستيال ښاغلي محمد ظاهر وحدت، د بلخ  د اتاق د مديره پلاوي رئيس ښاغلی آرش يونسي، د آیسا ادارې رئيس ښاغلی نسيم اکبر، ددې ولايت د صنعتکارانو د اتحاديې مرستيال ښاغلی سخي يار او ددې ولايت د سوداګرۍ او صنايعو رئيس ښاغلی ډاکټر هاشم برنا وو.

ښاغلي وحدت د اتاق او حرکت ادارې د نوښت څخه  دمننې تر څنګ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او د پانګونې د وضعيت د ښه کېدا په موخه ددې ډول کنفرانسونو په سيمينارونو د جوړولو په اړه وويل چې افغانستان سره له دې چې د تیرو ديرشو کلونو جنګونو میراث او ستونزو او مشکلاتو سره مخ و، مګر بيا هم په تیرو يوولسو کلونو کې ډېر پرمختګ شوی چې دا پرمختګ په ډموکراسۍ د يوه سياسي نظام او جوړښت پر بناء کېدلی شي.  نوموړي هغه ستونزو ته چې په بلخ کې ور سره سوداګر او پانګوال مخ دي يادونه وکړه او ويې ويل : (( موږ منو چې په هېواد کې ډېرې ستونزې شته او بلخ ولايت هم له دې مستثنی نه دی، مګر بيا هم حکومت په خپل وس سره هڅه کوي چې د اړتيا وړ بنسټيزې چارې چمتو کړي. موږ په ډېرو ځایونو کې د خصوصي او عامه سکټور مشارکت ته اړتيا لرو ، څو د پانګونې يو مناسب چاپيريال رامنځته کړو))

ښاغلي يونسي د حکومت او خصوصي سکټور تر منځ د زياتو ناستو د پرېکړو  نه پلي کولو ته اشاره وکړه. نوموړي د پانګونې  لپاره د مناسبې فضا د رامنځته کولو په موخه د دولت جدي عزم او هوډ د پانګونې د جذب لپاره مهم فاکټور وباله يادونه يې وکړه چې  د خصوصي او عامه سکټور تر منځ مشارکت هم په دې برخه کې د پوره ارزښت او اهميت وړ دی.

سر بېره پر دې ښاغلي يونسي اعلان وکړ چې د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو اتاق به د پانګونې لپاره د مناسب چاپيريال د رامنځته کولو او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هر اړخيزه همکاري وکړي.

ښاغلي نسيم اکبر د ((فساد تفکر)) د فساد د دودېدا اصلي فکټور وباله ويې ويل : (( تر هغې چې په ملي کچه له ټيټو سطحو د فساد پر ضد يو قوي هوډ رامنځته نه شي فساد به له هېواده ولاړ نه شي.)) نوموړي همدا راز د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره ددولت له خوا د ځانګړې پاليسۍ نشت، د قوانينو او مقرارتو سختي او غيرپيشبيني کول( وړاندووينه)، بيروکراسي او د پانګونو نه تشويق په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې خنډونه وبلل.

ښاغلي اکبر ددې مشورتي ناستې څخه موخه د پانګونې او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د نويو مفکورو تر لاسه کول وبلل او ويې ويل حرکت اداره په هېواد کې د پانګونو لپاره د اسانتياو برابروونکي په توګه په پام کې لري له دې وروسته خپلې پروژې تر ډېره په ولاياتو کې د پانګونو لپاره د مناسب چاپيريال د رامنځته کولو په برخه کې  متمرکزې کړي. له دې کبله دا ورکشاپ په خپله بڼه کې دوهم مشورتي ورکشاپ دی لومړی ورکشاپ درې اونۍ وړاندې په هرات ولايت کې جوړ شوی و.

ښاغلي هاشم برنا د پانګونو په وړاندې د ستونزو موجوديت د هېواد اقتصادي نظام په يو ځلي توګه د متمرکزه اقتصادي نظام څخه د بازار اقتصاد نظام ته د بدلون له کبله وبلل او ويې ويل : (( د بازار اقتصاد نظام بنسټيزو چارو او لومړنيو اقتصادي اړتياوو لکه د خصوصي سکټور لوړ ظرفيت او د اقتصادي پاليسيو په پلي کولو کې د حکومت ژمنتيا  ته ضرورت لري چې له بده مرغه دا اړتياوې تر اوسه په پوره توګه نه دي عملي شوي. له دې کبله تر هغه چې خپل اقتصادي سيسټم له سره ونه ګورو يو باثباته اقتصاد ته ورسېږو.))

ددې ورکشاپ په اوږدو کې حاضرين په پنځو ډلو وويشل شو چې د لاندې موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي:

  • د پورونو کومو شرطونو  خصوصي شرکتونو ته د پورونو د لاسرسي په برخه کې ستونزې را ولاړې کړي دي؟
  • کومو قوانينو، مقررو، پاليسيو او کړنلارو پورونو ته د لاسرسي په برخه کې مشکلات پيدا کړي
  • څنګه کولی شو د پورونو د ورکړې خطرونه کم کړو؟
  • د خپلو سوداګريزو فعاليتونو په لړ کې د کومو مغلقو رسمي پروسو سره مخ یاست چې ساده کولو ته اړتيا لري؟
  • کومې پاليسۍ، قانون، مقرره او يا کړنلاره کولی شي د خصوصي سکټور د زيات ملاتړ سبب شي چې اوس نشته او يا هم د نوي والي او يا تعديل غوښتنه کوي؟
  • د پاليسي، قوانينو، مقررو او کړنلارو د پلي کولو لپاره څه ډير مهم او اړين دي؟ پرمختللي سيسټمونه، د ظرفيتونو د لوړاوي پروګرامونه، د قوانينو څخه د پوهاوي پروګرامونه او که نور څه؟
  • د سوداګريزو قراردادونو د اغيزمنو پلي کولو په برخه کې د کومو خنډونو سره مخ ياست؟
  • د سوداګريزو شخړو د حلاوي په برخه کې د کومو خنډونو سره مخ يا ست؟
  • که  د خصوصي سکټور ملکيتونه خوندي نه دي ولې؟
  • د رقابت په برخه کې د کومو ستونزو سره مخ ياست؟
  • په افغانستان کې د سالم رقابت د تامين په برخه کې کوم خڼدونه دي؟
  • کوم خنډونه ددې سبب کېږي چې شرکتونه د اختراعاتو، نوښتونو او اود رقابت په برخه کې د ابداعاتو څه را ګرځوي؟
  • د بازار اقتصاد سيسټم په رقابت ولاړ دی. په افغانستان کې د بازار اقتصاد د سيسټم د پلي کېدو لپاره کومو نوي، قوانينو او پاليسيو ته اړتيا ته چې اوس نشته؟
  • خصوصي سکټو په کومو برخو کې لکه د زيربناوو پياوړتيا، د کيفيت ارزونې، د لابراتوارونو جوړولو، ظرفيت جوړونې او عامه پوهاوي په برخه کې کولی شي ونډه ولري؟
  • ستاسو په نظر اداري فساد په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ودې پر وړاندې کوم خنډونه را ولاړ کړي دي؟   است؟
  • خصوصي سکټور څنګه کولی شي د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې ونډه واخلي؟
  • مدني ټولنه، اقتصادي پوهان او ټولنيز بنسټونه څنګه کولی شي د فساد په وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي؟
  • د اداري فساد پر وړاندې  د مبارزې لپاره په اقتصادي سکټورونو کې څنګه پروژې پلي شي
  • د اقتصادي سکټورو په کومو برخو کې د اداري فساد نښې او عوامل زيات تر سترګو کېږي؟

وروسته هر ګروپ په خپل وار سره د پانګونې لپاره د مناسب چاپيريال د رامنځته کولو په موخه لاندې وړانديزونه وکړل:

1-    خصوصي بانکونه بايد د پورونو د ورکړې په سيسټم باندې بيا کتنه وکړي او تر ډېره د اوږدمهاله حسنه پورونه تطبيق کړي،

2-    ځني مالي موسسې لکه Agriculture Development Fund  خپل پورنه د ځينو انجمنونو لکه ANSOR  له لارې چې ۱۰۴ غړي لري ويشي. دا سيسټم له دې له دې اړخه چې د پور ټکټانه يې شپږ سلنه ده په صرفه دی. مګر له بله اړخه په دې دليل چې محدودو شرکتونو خپل پورنه په سمه توګه نه دي ادا کړي، دې موسسې هم د پورونو د ورکړې سيسټم ځنډولی دی چې په په دې کار سره  نور زيات شرکتونه قرباني شوي دي. له دې کبله دا مالي موسسه بايد نيغ په نيغه د شرکتونو د پورونو وړانديزونه قبول کړي نه د انجمنونو له لارې،

3-    خصوصي باکونه بايد په ځانګړې توګه د کرنې د سکټور لپاره( فصلي پورنه) په پام کې ونيسي؛

4-    د زياتيدونکي ارزښت ماليه Value Added Tax بايد له منځه ولاړه شي چې ډير ناعادلانه ده،

5-    په خصوصي سکټور کې د جذب په موخه د پوهنتونو د فارغينو او کادرنو د ظرفيتونو لوړول،

6-   د قوانينو پر پلي کېدو د څارونکو بنسټونو رامنځته کول،

7-   د پورونو قوانين بايد داسې ترتيب شي چې د پورونو د بيرته ورکړې په وخت کې د شرکتونو تضمينونه ونه پلورل شي؛

8-   د سوداګرۍ او پانګونې د جوازونه د يو کال نه پنځو کلونو ته تغیرول؛

9-   په سوداګرۍ او عدليې وزارتونو کې د د سوداګريزو اتحاديو د ثبت د مراحلو، قوانينو او مقررو ساده کول او همدا رنګه په ولايتونو کې د اتحاديو د ثبت د چارو اسانتيلوې،

10-                       د سوداګرو ميرمنو لپاره په صنعتي ښارګوټي کې د اسانتياو برابرول،

11-                       د سوداګرو او پانګوالو لپاره د اړوندو بنسټونو سره د سلامشورې په موخه د دوی د لومړنيو اړتياو د معلومولو په موخه د يوه بنسټ جوړول،

12-                       د سوداګريزو شخړو د حلاوي په موخه د حکميت او منځګړيتوب مرکزونو ته د قانوني صلاحيتونو ورکول،

13-                        د پلي کېدو وړ قوانيو تدوينول،

14-                        په ولايتونو کې د لابراتوارونو جوړول،

15-                       د کوچينو او منځيو صنعتکارانو لپاره د ملاتړ ادارې جوړول،

16-                        د داخلي توليداتو څخه ملاتړ او د صنعتکارانو لپاره د ملاتړي قانون تدوين،

17-                        د خصوصي سکټور تر منځ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د اخلاقو رامنځته کول،

18-                       د اداري فساد سره د ولايت مقام او دولتي ادارو ژمنتيا،

19-                       د حرکت ادارې څخه د اداري فساد سره د مبارې د اخلاقو د چوکاټ په موخه د يوې پروژې غوښتنه چې لاندې اوصاف ولري:

  1. عامو خلکو ته د هغه دولتي چارواکي يا شخص د ور پيژندلو ميکانيزم چې د بډو او رشوت غوښتنه کوي،
  2. د خصوصي سکټور د هغه غړو د پيژندلو ميکانيزم چې رشوت ورکوي.

ددې ناستې په دوهمه برخه کې  د اداري فساد پر وړاندې سيمينار جوړ شو. په دې ناسته کې د پورته کسانو سربېره د بلخ ولايت مستوفي ښاغلي اسحاق سروري، د دې ولايت د اقتصاد رئيس ښاغلي عبدالرحمان صمدي، او د سايپ موسسې(د خصوصي پانګونو لپاره نړيوال مرکز)  د پارلماني چارو د همغږي کوونکو چارو مسؤل ښاغلي مطيع الله مراد هم برخه اخيستې وه.

ګډونوالو په دې ناسته کې د اداري فسادد  شومې ښکارندې پر وړاندې د مبارزې په اړه د خپل ملي او کلک هوډ په اړه خبرې اترې وکړې. ښاغلي اکبر وويل حرکت اداره له دې کبله د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کوي چې دا ښکارنده په هېواد کې د پانګونو د نه ودې اصلي فکټور دی. نوموړي په دې برخه کې د خصوصي سکټور ونډې ته اشاره وکړه او زياته يې کړه: ((  کله کله ليدل کېږي چې خپله خصوصي سکټور هم په اداري فساد کې شريک وي د عوايدو کتمان د ماليې څخه د تېښتې په موخه ددې ډول فساد يوه بيلګه ده.))

نوموړي د ټيټې کچې څخه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه ملي عزم او هوډ ددې په پر تله چې له لوړې کچې را پيل شي اغيزمن وباله.

ښاغلي مراد د فساد په ترويج کې د دواړو خصوصي او عامه سکټور ونډه مهمه وبلله ويې ويل : (( تل داسې ښکاري چې فاسد خلک دولتي مامورين دي، په داسې حال کې چې خصوصي سکتور هم د رشوت ورکړې ته خوښ وي تر څو يې ناقانونه کارونه قانوني ښکاره شي. په ډېرو ځایونو کې ليدل شوي هغه کسان چې په حقه هم دي رشوت ورکوي. دا د مالي فساد د زياتېدا دليل کيدلی شي.))

ټولو ګډونوالو هم د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې او مالي اداري فساد د قوي شبکو موجوديت، په ولاياتو کې د جمهور رئيس د حکم نه پلي کيدل، په ادارو کې د کمپيوټري سيسټم نشت، ددولتي کارکوونکو د معاشونو کموالی،  د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې ډېرښت د مکافات او مجازات نه پلي کول، د قوانينو او مقررو خلا او سختوالی، بيروکراسي، په ګمرکونو او مستوفيتونو  کې کميشن کاري او نور دليلونه يې په دې ولايت کې د اداري فساد د ډېرېدا عوامل وبلل.

ددې ناستې په پای کې د بلخ ولايت مستوفي ژمنه وکړه چې د حرکت ادارې او اتاق سره به ددې بدې ښکارندې په وړاندې د مبارزې په برخه کې هر اړخيزه مرسته او همکاري وکړي.

د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او حرکت اداره په پام کې لري د پورته وړانديزونو او نظرونو څخه په بلخ ولايت کې په راتلونکي کې د پانګونې د اسانتيا په موخه څو پروژې پلې کړي.