په کونړ کې د صنعتي پارک او د کنړ د اتاق دفتر لپاره ساحه ځانګړې شوه

په کونړ ولايت کې د سوداګرۍ اوصنايعو اتاق د دفتر او د صنعتي پارک لپاره د ځمکې د ټاکلو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي الحاج خانجان الکوزي دې ولايت ته سفر وکړ.

په هغه خبري ناسته کې چې په دې موخه د کونړ ولايت  مقام په تالار کې جوړه شوې وه، د اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي، د کونړ  والي ښاغلي اسدالله واحدي، د کونړ امنيه قومندان ښاغلي مل پاسوال عوض محمد نذيري، د کونړ د ولايتي شورا رئيس ښاغلي حاجي مياحسن عادل، يو شمېر  حکومتي چارواکو، قومي مشرانو او د کونړ ولايت د مديره پلاوي مشرتابه په کې برخه اخيستې وه.

په ناسته کې د کونړ د ولايتي شورا رئيس ښاغلي حاجی ميا حسن عادل په خپلو خبرو کی د لچه ګلی په سيمه کی د کونړ د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د دفتر او صنعتي پارک د جوړولو لپاره د ځمکې د ورکړې اعلان وکړ.

په دې ناسته کې ښاغلي الکوزي د وزيرانو  شورا د مصوبې په ويلو سره د کونړ خلکو ته زيری ورکړ چې له دې وروسته د کونړ د لرګيو څخه ډول ډول جوړشوي پاخه موادو ته د کونړ څخه نورو ولايتونو او بهر ته د صادرولو اجازه ورکړل شوې ده.

د سوادګری او صنايعو اتاق په هلو ځلو سره د وزيرانو د شورا له خوا د کونړ ولايت د لرګيو د پخو موادو د صادرولومصوبه تر لاسه کړه.

ښاغلي الکوزي وويل هغه اقتصادي او تجارتي ظرفيتونه چې په کونړ کې موجود  دي او دا ظرفيتونه په کار واچول شي او امکانات او زمينه ورته برابره شي، تر څو د خلکو د ښه ژوند  او د عايداتو منابع او د خلکو د کاروبار د ښه کېدو سبب وګرځي. همدارنګه يی زياته کړه چی د نواپاس لار چی کونړ ولايت د پاکستان د  سره نښلوي، بايد په تجارتي بندر بدل شي او بايد دغه طرحه د دولت په انکشافي پلانو کې شامله شي.

د يادونی وړ  ده چی له دې مخکی په  همدغه پخو موادو د دولت له خوا په صادرولو پابندی موجود وه چی دغه پابندي په کونړ کې د لرګيو د صنايعو فابريکې د سقوط سره مخ کړې وې او په ډير تعداد خلک يې د روزګار څخه محروم کړي و.

په دې ناسته  کی د کونړوالی محترم الحاج سيد فضل الله واحدي د امنيې قومندان او د ولايتی شورا رئيس د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د وړاندې شويو طرحو ملاتړ او د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چی په کونړ کی امنيت دی او سرمايه دار کولی شي چې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي لمړي مرستيال الحاج خانجان الکوزي له خوا،  د کونړ والي ښاغلي الحاج سيد فضل الله واحدي  ته د خصوصي سکټور سره ددوی د بې سارې همکارۍ له کبله د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د اتاق  عالي نشان ورکول شو.

او همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق ستاينليکونه د کونړ ولايت د امنيې قومندان ښاغلی مل پاسوال عوض محمد نذيري، د ولايتي شورا رئيس حاجی مياحسن عادل،  د اقتصاد رئيس عبدالرشيد  او د استيناف څارنوالۍ رئيس حاجی محمد شعيب  ته هم ورکړل شو.

د ويلو ده چې ښاغلي الکوزي په يوه ځانګړې ناسته کی د کونړ د صنعتکارانو اتحاديې استازو سره وکتل، د هغوی مشکلات يې واوريدل او د حل لپاره يې د هر راز  مرستې ډاډ ورکړ. او همدا راز يې د پاور پامير د کوچنيو توربينونو او د برقي لاينونو د جوړولو د فابريکې څخه د نږدې نه کتنه وکړه .