په هرات ښار کې د لويديځ زون کې د پانګونې لپاره د يو ښه چاپيريال د ‏رامنځته کولو په موخه مشورتي ورکشاپ جوړ شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او حرکت ادارې د روان کال د سلواغې د مياشتې په ۲مه نېټه د ((په لويديځ زون  کې د پانګونې لپاره د يو ښه چاپيريال د رامنځته کولو په موخه مشورتي ورکشاپ)) د اتاق د مديره پلاوي د لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي، د حرکت ادارې د اجرائيوي رئيس ښاغلي نسيم اکبر، د هرات ولايت د سکټوري او تخنيکي خدماتو رئيس ښاغلي عبدالکريم زرګر، د هرات اتاق د مديره پلاوي رئيس ښاغلي سعد خطيبي، د آيسا ادارې رئيس ښاغلي شفيق احمد احمدي او د خصوصي سکټور يو شمير استازو د هرات ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د کنفرا نسونو په سالون کې جوړ کړ.

د اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي د اتاق سره د حرکت ادارې هميشنۍ همکارۍ ته نغوته وکړه او تمه يې وښوده، چې ننی کنفرانس به ډېرې لاسته راوړنې ولري.  هغه د هرات د سوداګرو غوښتنه وکړه، چې خپلې ستونزې د ولايت او سيمې په کچه او همدا ډول يې حل لارې ور سره شريکې کړي، چې په اقتصادي شورا کې ورباندې خبرې وکړي.

ښاغلي الکوزي د حرکت ادارې په همکارۍ په ټولو زونونو کې ددې ډول پروګرامونو په جوړولو ټينګار وکړ، چې په خبره يې وکولی شي په ښه توګه د هېواد د سوداګرو سره همکاري وکړي.  هغه همدا ډول د سوداګرو غوښتنه وکړه، چې د پانګونې په برخه کې هيڅ ډول ويره او ډار احساس نه کړي، چې په دې ترتيب سره به د هېواد  او بيکارۍ ستونزې را کمې شي.

الکوزي د اميد بهار شرکت ته د اووښتو زيانونو يادونه هم وکړه، چې د ناامنيو له کبله يې نږدې لس مليونه ډالره زيان کړی او له دولته يې غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د پانګونو د امنيت د خونديتوب لپاره زيات کوشش وکړي، چې په يوه ډاډمنه فضا کې پانګونه وشي.

همدا ډول ښاغلي الکوزي د دولت او خصوصي سکټور د ستونزو په اړه وويل: (( دولت د بزګرانو د هڅونې لپاره د پورونو يو بانک جوړ نه کړ او همدا ډول يو شمير سوداګر د ګاونډيو هېوادونو څخه بې کيفيته توکي واردوي او په هغې د افغاني توليداتو مهر لګوي، چې دا کار د هېواد د توليداتو د نوم بدۍ سبب کېږي.))

الکوزي په کراچۍ بندر کې د افغانستان د کانټينرونو د بنديدا يادونه هم وکړه او ويې ويل : (( ۳۰۰۰ کانټينره، چې له هغې جملې ۷۰۰ يې  غوښه او چرګوهګۍ جوړوي بې له کوم دليله د پاکستان په خاوره کې ولاړ دي او له دولته غواړو، چې ژر تر ژره ددې کانټينرونو د خلاصيدو په برخه کې لاس په کار شي.))

د حرکت ادارې اجرائيوي رئيس ښاغلي نسيم اکبر ددې ورکشاپ د جوړولو  د هدف په اړه وويل : ((  دا ورکشاپ موږ ته دا زمينه په لاس راکوي، چې يو ګډ هدف ته ورسېږو.  هغه غوښتنې او وړانديزونه، چې له دې لارې تر لاسه کوو موږ ته دا توان راکوي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د يوه مناسب چاپيريال   رامنځته کولو ته نږدې شو.))

ښاغلي اکبر زياته کړه : (( د حرکت اداره د هغه حل لارو او وړاندزونو په پام کېنيولو سره، چې ددې ډول کنفرانسونو او ورکشاپونو له لارې تر لاسه کوي، د هغه پروژو پلي کولو ته ژمن دی، چې له لارې يې په هېواد کې د پانګونې بهير ښه کېږي.))

د حرکت ادارې رئيس په هېواد کې د پانګونې د  جواز  وده د تيرو لسو کلونو په پرتله ښه ياده کړه. په داسې حال کې، چې په خبره يې (( افغانستان د اداري فساد له مخې د نړۍ دهېوادونو په سر کې ځای لري))

د هرات د تخنيکي خدماتو او سکټور رئيس ښاغلي عبدالکريم زرګر په هرات کې د سوداګرو لپاره د ښه امينيت چاپيريال څخه ډاډ ورکړ او د هرات د سوداګرو او دولت تر منځ يې د ستونزو په اړه وويل : (( د هرات پانګوال د دولت له خوا هيڅ نه ستايل کې.ي او سره له دې، چې شپږ مياشتې وړاندې  د مرمرو ډبرو ماليه معاف شوې وه، مګر تر اوسه په دې اړه موږ ته د ماليې وزارت مکتوب نه دی رسېدلی.))

د هرات د اتاق د مديره پلاوي رئيس ښاغلي سعد خطبي له دولته غوښتنه وکړه، چې د هېواد له صنعتکارانو ملاتړ وکړي، چې په خبره يې، (( له يوې خوا مو هېواد والو ته د کار زمينه برابرېږي او له بله خوا دهېواد اقتصاد په خپلو پښو درېږي او موږ به ګاونډيو ته اړ نه يو.))  هغه له هغه کسانو، چې هېواد ته بې کيفيته توکي واردوي د سوداګر نه بلکې د يوه ملي خاين په توګه يادونه وکړه.

په هرات ولايت کې د آيسا ادارې رئيس ښاغلي شفيق احمد احمدي له ۲۰۱۴ کال وروسته د پانګوې بهير د تيرو کلونو په څير ياد کړ، چې په خبره يې : (( هيڅ بدلون به په کې را نه شي.))

د يادولو ده، سره له دې، چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د غني فرصتونو درلودونکی دی، بياهم په هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ چاپيريال د ستونزو او خنډونو سره مخ دی او دا بهير تر اوسه دوام لري. په همدې موخه  سخته اړتيا ليدل کېږي،  هغه ستونزې او خنډونه، چې د هېواد د تلپاتې اقتصادي ودې په مخ کې پراته دي بايد له مخې لرې شي.

د حرکت اداره، چې په افغانستان  کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د ښه فضا د رامنځته کېدو په برخه کې د اسانتياو د رامنځته کولو يو تمويلوونکې اداره ده، په پام کې لري، چې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ کړي، چې د ستونزو عوامل معلوم او د دولت او خصوصي سکټور سره په ګډه يې د حل لارو په پيدا کولو کې لازم ګامونه  تر سره شي.