د انګورو په باغونو کې د يو مليون ډالرو په ارزښت ‏د پايو د نصب پروژه تصويب شوه

د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په نوښت  د کابل د شمال د دوه ولسواليو  په تاکستانونو کې په کابل کې د پي آر ټي د ډلې په مالي مرسته او د  کابل ولايت د کرنې رياست په همغږۍ د انګورو په باغونو کې د يو مليون ډالرو په ارزښت د پايو د نصب پروژې لومړنۍ ناسته ددې رياست په تالار کې تر سره شوه.

په دې ناسته کې د کابل اتاق د  عامل پلاوي مدير، د کابل د کرنې رئيس،  په کابل کې د ميشت پي آر ټي ډلې استازي او د ولس او تبسم کمپنيو، چې د کشمشو او انګورو د پروسس په برخه کې کار کوي، د کرنې، باغدارۍ په برخه کې همکارو موسسو، د کابل د شمال ولسواليو د استازو او  يو شمېر بڼوالو برخه اخيستې وه.

ددې ناستې اصلي موخه د پروژې په اړه، د پروژې د پلي کېدو او نورو په اړه معلومات  ورکول و.

د کابل د کرنې رئيس ښاغلي حشمت الله نظري ددې پروژې د ګټې په اړه د معلومات تر څنګ وويل : (( په افغانستان کې دا نوی سيسټم دی او ددې پروژې په کار اچول ددې د دودېدا فرهنګ ته اړتيا لري، چې خلک يې لومړی ګټې وګوري  او وروسته دانګورو په باغونو کې د پايو په نصبولو کې  ونډه واخلي. نو دا کار نوښت ته اړتيا لري، چې موږ د يو بل سره  په همکارۍ دا تر سره کوو.))

نوموړي ددې پروژې د پلي کدو په برخه کې او د بېرته ګرځونې په برخه کې په لاندې ټکو ټينګار وکړ:

1-   ټول بايد ژمنه وکړو، چې دا پروژه رڼه او سمه حسابدهي شي،

2-   کرنيز مامورين په هر ځای کې فعاليت کوي او د پايو د نصب په عملي کارونو بلد دي،

3-  د کابل په هره ولسوالۍ کې کرنيزې څانګې فعالې دي او خلک هم د کار ښه ظرفيت لري او د کار وږي دي،

4-   د کابل ولايت په کچه په هر کار کې د تغیر د فرهنګ منلو امکان شته دی.

د کابل د اتاق د عامل پلاوي مدير  ښاغلي رحيم الله حميد د زيانمنو  او فقيرو خلکو سره د نړېوالې ټولنې د مرستندويانو د مرستو څخه د مننې تر څنګ ددې پروژې پلي کېدل، د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې د نوښت او تغیر د فرهنګ د دودېدا لپاره يو اړين او اغېزمن ګام وباله.نوموړي د سوداګرو او کروندګرو ترمنځ د ښه اړيکو د ټينګيدا تر څنګ ددې غوښتنه هم وکړه، چې هغه بزګرو ته ، چې له خپله ځانه توانايي  ښايي داسې زمينه برابره شي، چې خپل خلاقيتونه ټولنې ته هم وړاندې کړي.

وروسته د کرنيزو چارو کارپوه ښاغلي شان په کابل کې د پي آر ټي ډلې د پوځيانو په اړه وويل: (( د کرنيزو پروګرامونو او بزګرو په اړه زياتې مطالعې شوي دي، چې د انګورو په باغونو کې د پايو په نصب سره به حداکثر ددوی په محصولاتو کې لس برابره زياتوالی  راشي.))

نوموړي همدا ډول  د کروندګرو او  پلي کوونکو له خوا ددې پروژې پّ روڼوالي هم ټينګار وکړ.

ښاغلي شان زياته کړه: (( موږ د هغه بزګرو سره د  مرستو غوښتونکي يو، چې کاري ظرفيت ولري. مګر د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره کاري بسیا مالي وس نه لري. مګر د کرنې د ودې لپاره بنسټيز پروګرامونو جوړوو، چې د وخت په تېرېدو سره د کروندګرو ترمنځ دود شي.))

د پي آر ټي د سوداګريز کارپوه په خبره دا پروګرام به د کابل په نهه ولسواليو کې، چې د انګورو باغونه ولري   د نهه مليونه ډالرو په ارزښت په راتلونکو مياشتو کې هم عملي شي. هغه ژمنه وکړه، چې د روان ميلادي کال د مارچ په مياشت کې يو کرنيز کارپوه کابل ته رابولي، چې د ميوه جاتو د توليد په برخه کې د زده کړو تر څنګ، د کرنې وزارت ته ګټورې مشورې هم ورکړي. هغه ژمنه وکړه، چې د ۲۰۱۳ کال په ډسمبر مياشت کې   به کروندګرو ته د امريکا د کرنيزو فارمونو څخه د ليدنې زمينه هم برابره کړي.

ددې پروژې د ګټه اخيستونکو ښوونيز مسؤليت هم د روسافس موسسې په غاړه واخيست، چې استازی يې په دې ناسته کې موجود و.

د ویلو ده، چې د روسافس موسسه هم د سوداګريزې کرنې په برخه کې کارونه تر سره کړي دي او د انګورو په باغونو کې د پايو د نصب په برخه کې پوره مهارت او تجربه لري.

هغه سوداګر او کروندګر، چې په دې ناسته کې موجود وو، ددې پروژې د پلي کېدو څخه خوښ ښکارېدل او ژمنه يې وکړه، چې تر خپله وسه به هڅه وکړي، څو دا پروګرام په سمه توګه عملي شي.

ددې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې يو مليون ډالر به د لسو اونيو په موده کې د ميربچه کوټ او قره باغ ولسواليو کې د شپږ سوه کروندګرو لپاره، چې  هر بزګر يو جريب ځمکه ددې پروژې د ګټې اخيستنې لپاره ورکړي دوی ته ورکول شي.