په کابل کې د افغان او امريکايي سوداګرو ناسته ‏وشوه

د افغانستان د ملي سوداګرو او د  سترو امريکايي شرکتونو د ناستو په لړۍ کې د روان کال د مرغومې د مياشتې په ۱۴مه نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل په صافي لنډمارک هوټل کې ناسته تر سره شوه.

دا ناسته د کابل د سوداګرۍ اوصنايعو اتاق،   په افغانستان کې د امريکا د سفارت د اقتصادي څانګې او د ګټې د ډلې( د امريکا د متحده ايالاتو د پراختيايي مرستو د اقتصادي پروژه) يا (USAID)  په نوښت جوړه شوه.

د کابل د سوداګرۍ اتاق مسؤلين ددې ناستې موخه د افغان او امريکايي سوداګرو تر منځ د دوه اړخيزه  اړيکو  ټينګښت بولي.

د کابل اتاق د عامل پلاوي مدير ښاغلي رحيم الله حميد  ددې ناستې په اړه وويل : (( موږ ددې ډول ناستو په تر سره کولو سره هڅه کوو، د لويو او نړېوالو امريکايي شرکتونو پام په هېواد کې د پانګونې خواته راواړوو او په مقابل کې يې زموږ له موخو د داخلي پانګوالو او سوداګرو تشويقول هم زموږ له موخو څخه دي.))

په دې ناسته کې له څلورو سترو امريکايي شرکتونو هر يو (Hertz Equipment) ، (Radio Shack) ، (Tutor Doctor)  ( International Franchise association)  ) غړو برخه لرله، چې د افغان سوداګرو او پانګوالو سره يې خبرې وکړې، چې څنګه کولی شي د خپلو شرکتونو څانګې په افغانستان کې جوړې  او يو بازار  ورته رامنځته کړي.

د امريکا د سفارت لوی  سوداګريز افسر ښاغلي ای. والټرکونيګ، چې ددې پلاوي مشري يې کوله دې ناسته ته د هيله مندۍ تر څنګ يې وويل : (( امريکايي سوداګر اړتيا لري، چې د دنيا په هر کونج کې پانګونه وکړي.  دا زموږ د سوداګرۍ د ودې ښکارندوی هم دی. موږ غواړو په افغانستان کې هم پانګونه وکړو ځکه په هر لحاظ به د امريکايي شرکتونو او افغان سوداګرو په ګټه وي.))

يو شمېر افغان سوداګر، چې د خپلو امر يکايي سيالانو سره يې په ساعتونو خبرې کړي وايي د امريکايي شرکتونو د څانګو او نمايندګيو جوړول د هېواد د اقتصاد په ګټه دي او کولی شي د نړېوالو پانګوالو سره پراخه سوداګريزې اړېکې تأمين کړي.