د کندهار ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اتاق ودانۍ رسماً پرانستل شوه

د کندهار وسوداګرۍ او صنايعو اتاق  ودانۍ د روان ۱۳۹۱ کال د لړم د مياشتې په ۲۵مه نېټه د مهاجرينو او بيرته راستنېدونکو چارو وزير ښاغلي جماهير انوري، د کندهار والي ښاغلي توريالي ويسا، د اتاق د مديره پلاوي رئيس محمد حسين فهيم، د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي،  اتاق د عامل پلاوي رئيس محمد قربان حقجو او مرستيال ښاغلي احمد توفيق داوري، د  مرکز او کندهار د مديره پلاوي ډيری شمېر غړو او د خصوصي سکټور د استازو په ګډون رسماً پرانستل شوه.

د کندهار د مديره پلاوي رئيس  حاجي نصرالله ملمنو ته د شه راغلاست تر څنګ وويل : (( د کندهار ولايت د سوداګرۍ او صنايعو ودانۍ ځمکه د ښاغلي محمود خان کرزي له خوا هديه شوې او ودانۍ يې د ملي سوداګرو په مالي مرسته جوړه شوې ده.)) هغه د هېواد له ټولو سوداګرو غوښتنه وکړه، چې په ټولو ولايتونو کې د سوداګرۍ او صنايعو اتاق سره زياته همکاري وکړي.

د کندهار والي ښاغلي توريالي ويسا د کندهار په عينو مينه کې دسوداګرۍ او صنايعو اتاق د نوې ودانۍ په جوړولو خوښي وښوده او له سوداګرو يې و غوښتنه وکړه، چې خپله سوداګري په ملي او نړيواله کچه پراخه او زياته کړي.

ښت محمد اغلي ويسا سوداګري يو اسلامي کار وباله او زياته يې کړه: (( حضر"ص" هم يو سوداګر و او په سوداګرۍ کې هم ثواب دی هم خرما. ځکه چې هم ملت ته خدمت کوي او يې شخصي ګټې په کې خوندي وي.))

د کندهار والي د قانوني سوداګرۍ څخه د ملاتړ او همکارۍ  د ژمنې تر څنګ له سوداګرو غوښتنه وکړه، چې د صنعت په برخه کې زياته پانګونه وکړي، ځکه له يوې هېوادوالو ته د کار زمينه برابرېږي او له بله پلوه د هېواد اقتصاد پياوړی کېږي.

د اتاق د مديره پلاوي رئيس ښاغلي محمد حسين فهيم د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د نوې ودانۍ له جوړېدو خوښي وښوده ويې ويل: (( زه شخصا له ښاغلي محمود کرزي، چې د اتاق د ودانۍ لپاره يې ځمکه په واک کې ورکړې او له ټولو هغه کسانو، چې د ودانۍ په جوړولو کې يې ونډه اخيستې د زړه له تله مننه کوم.))

ښاغلي فهيم په صافي لنډمارک هوټل کې د  ګردي مېز يادونه وکړه زياته يې کړه: ((  له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتلو، د پانګونې فرصتونو او د قراردادي اقتصاد د بدېلونو په اړه مو ګردی مېز جوړ کړ او معلومه شوه، چې افغانستان د مرستو د کمښت له کبله د رامخته کېدونکو ستونزو څخه د وتلو ظرفيت لري، په دې شرط، چې لازمه سياسي اراده موجوده وي.))

د اتاق عمومي رئيس د ډېرو ستونزو سره سره ددې ولايت  پرمختګونه وستايل او تمه يې وښوده، چې افغانستان له بحرانه د وتلو ظرفيت لري او هېڅکله به په شا ولاړ نه شي.

ښاغلي فهيم داسې زياته کړه: (( د اتاق مشرتابه په هغه زحمتونو ، چې د کندهار ولايت مديره پلاوي او کارکوونکو او د ټولو و لايتونو کارکوونکو ګاللي دي وياړي. د هرې ورځې په تېرېدو له نېکه مرغه زموږ ولايتي ظرفيتونه د ډېرېدو په حال کې دي او هیله لرو، چې يو بل ته لاس ورکړو او  د خپل خصوصي سکټور رهبري( د هېواد د اقتصاد د ملاتير) له هغه زيانونو، چې ورته په مخ کې پراته دي وساتو او زياته وده ورته ورکړو.))

ښاغلي فهيم د څېړنو د مرکز يادونه هم وکړه او تر ډېره يې د هېواد د خصوصي سکټور په استازولۍ د هغوی د ريښتيني غږ اوچتوونکو په توګه ټينګار  او ژمنه وکړه. د هغه په خبره: (( په همدې موخه سږ کال اتاق د تحقيق مرکز  رامنځته کړ، چې د کاروبار وضعيت او د پانګوالو ستونزې په منظمه او دوامداره توګه سروې کړي او راپور يې حکومت، نړېوالې ټولنې او افغانانو ته ورکړي، چې لومړۍ سروې يې  ژر پېلېدونکي ده او ټاکل شوې راپور يې د روان کال د کب په مياشت کې خپور شي.))

د اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي الحاج خانجان الکوزي  کندهار د هېواد له مهمو سوداګريزو مرکزونه څخه ياد کړ ويې ويل : (( هغه وخت چې د لومړي ځل لپاره عبدالمجيد خان زابلي د سوداګرۍ او صنايعو اتاق رامنځته کړ، لومړۍ څانګه يې په کندهار ولايت کې جوړه کړه.))

ښاغلي الکوزي  پر دولت د ګوتنيونې تر څنګ له دې کبله، چې په تېرو لسو کلونو کې د بنسټيزو چارو په برخه کې هيڅ کار نه دی کړی، د هېواد په لويو لارو کې يې د ښاروالۍ د اخيستنو او د پورونو  په موخه د يوه ودانيز بانک د جوړولو  په اړه  د حکومت د رووستي ګام يادونه وکړه.

د اتاق سوداګريز مرستيال ښاغلي محمد يونس مومند د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو اتاق  ودانۍ ته د ځمکې ورکولو په موخه له ښاغلي محمود کرزي څخه د مننې  وکړه ويې ويل : (( په 1354 هـ ش کال کې په کندهار ولايت کې څلورزه سوداګر وو، چې سوداګرۍ يې د آسيايي، اروپايي او امريکايي هېوادونو ته پراختيا موندلې وه.))

ښاغلي  مومند دولت ته وړانديز وکړ، له دې چې په کندهار کې ډبرو سکرو کانونه زيات دي، نو په دې ولايت کې د حرارتي برېښنا د جوړېدو لپاره کولی شي له دې کانونو  ډېره ګټه پورته کړي. نوموړي  د اتاق مشرتابه پلاوي ته هم څو نور وړانديزونه وکړل:

  1. د مرکز د مديره پلاوي په ناسته کې د کندهار ولايت يو استازی وبلل شي،
  2. له هېواده په بهر سفرونو او نندارتونو کې دې ولايت ته هم ونډه ورکول شي ؛
  3. په کندهار ولايت کې ۱۲۸ کارخونې دي، چې د برېښنا د نشت له کبله د ډېرو ستونزو سره مخ دي، چې د دولت سره په تفاهم  بايد دا ستونزه حل شي.

ښاغلي مومند له دې کبله، چې کندهار د زياتې مېوې درلودونکی دی ددې ولايت د سوداګرو او پانګوالو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې ياته پانګونه وکړي.