د ميوه جاتو د سټنډرډ سازۍ په برخه کې له ۴۰ زياتو کسانو ته زده کړه ورکول شوه

د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په نوښت  او د ټافا (TAFA) پروژې ، په افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو د پراختيايي مرستو(USAID) د ېوې برخې  په همکارې  د روان کال د لړم د مياشتې په ۲۲مه نېټه د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په تالار کې د ۴۰ زياتو سوداګرو او بڼوالو په ګډون  د داخلي ميوه جاتو  توليدوونکو او سوداګرو ته د پوهاوي يو ورځينی پروګرام پرانستل شو.

په دې پرورګرام کې د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په استازيتوب ښاغلي رحيم الله حميد ميلمنو ته ښه راغلاست وويل او نړېوالو بازارونو ته د  صادراتو په موخه د طبيعي محصولاتو د سټنډرډ سازۍ څخه پوهای ارزښتناک وباله او يې ویل : (( که افغان  بڼوال او ملي سوداګر وکولی شي کرنيز محصولات، په نړېوالو معيارونو برابر کړي، طبيعي ده، چې د سوداګرو مخه به له نړېوالو بازارونو افغاني بازارونو ته راواوړي، چې په پايله کې به د پانګونې وده او په سيمه ييزو او نړېواله کچه به د افغاني محصولاتو بازار رامنځته شي.))

د ميوه جاتو د سټنډرد سازۍ متخصص ښاغلي  انډريو ويليمس،  چې د ټافا پروژې له خوا  يې په دې پروګرام کې بڼوالو ته معلومات ورکول وويل : (( د افغانستان بڼوال د توليد ښه ظرفيت لري، مګر له بده مرغه د لازمو امکاناتو د نشت له کبله لکه معياري بسته بندي، د محصولاتو لپاره لازمه اندازه ګيري او د افغانستان د دولت له خوا سم اعتبار نشت ددې سبب شوی ، چې د افغانستان با کيفيته ميوه جات د نړۍ د پر فروشه بازرونو لرې وساتي.))

ښاغلي انډريو ويليمس د پروګرام ګډونوال په بېلابېلو ګروپونو وويشل او له مشورې وروسته يې له هغوی د محصولاتو د عرضې  او خارج ته د لېږد په اړه د هغوی نظرونه وغوښتل، چې هرې ډلې د خپل کار د څرنګوالي د معلوماتو تر څنګ ټولو ګډونوالو سره دوی په لاره د پرتو خنډونو او کړيو پرمختګونو په اړه معلومات شريک کړل.

د ميوې د محصولاتو معياري کول، د  پام وړ بازارونو سره مطابقت ورکول، د ملي او نړيوالو لايسنسونو سره اعتبار ورکول، د محصولاتو سټنډرډ سازي، د بسته بندۍ ښه بڼې، د محصولاتو  کره اندازه ګيري،  په معياري توګه د ميوو سم ليبل لګو او نور له هغه جمله مواردو څخه وو، چې د کارپوهاوي په دې پروګرام کې د ټافا د استازو له خوا ګډونوالو ته وړاندې شو.

دې پروګرام ښه لاسته راوړنې له ځان سره درلودلې.

ميرمن آمنه ددې پروګرام يو تن ګډونواله، چې د انارو بڼ لري او محصولات يې تر اوسه د نړۍ څو هېوادونو ته صادر کړي دي.

هغه له نويو زده کړو، چې د خپلو کاري چارو په اړه يې تر سره کړي خوښه ده او وايي: (( موږ د کابل د سوداګرۍ اتاق څخه يوه نړۍ مننه کوو، چې د بڼوالو، توليدوونکو او سوداګرو لپاره د زده کړو دا ډول زمينه برابروي، څو هغوی وکولی شي خپلې کاري چارې په معياري او سټنډرډ  ډول مخکې بوځي. ما نن د انارو د بسته بندۍ، ليبل وهلو او د مارکيټينګ نوې لارې زده کړې، چې د کارونو په پرمختګ کې به ترې ګټه واخلم.))

ددې پروګرام په پای کې ګډونوالو د خپلو تازه کارونو څخه چې وکولی شي نورو سره مرسته وکړي معلومات وړاندې کړل او  ځينو يې د خپلو  شرکتونو د کارونو  د څرنګوالي په اړه معلومات  وړاندې کړل.

د يادولو ده، چې د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق تل د سوداګرو، توليدوونکو او صنعتکارانو لپاره ورته بېلابېلو پروګرامونه جوړوي، چې په دې پروګرام کې هم  د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د عامل پلاوي د مدير رحيم الله حميد له خوا د اتاق غړو سره د نورو زياتو ښوونيزو پروګرامونو د جوړولو ژمنه وشوه.

د ویلو ده، چې د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق تر اوسه16000  تنه غړي لري او د هېواد د ۲۱ ولايتونو د بېلابېلو اتاقونو تر منځ تر ټولو دزيات نفوس لرونکی اتاق شمېرل کېږي.