د حاجي ګل آغا پروان ي خيريه بنياد د چاريکارو په ښار کې د ۲۴ ځوانانو د ودونو محفل تر سره کړ

د روان کال د لړم د مياشتې په ۲۷ مه نېټه  په پروان ولايت کې د ۴۸ تنه  نارينه  او ښځينه ځوانانو د ودونو محفل، د ګل آغا پرواني د خيريه بنياد د رئيس او د اتاق د مديره پلاوي د غړي ښاغلي حاجي خيرالدين مايل د اتاق د عامل پلاوي مرستيال ښاغلي احمد توفيق داوري، د واده د محفل د کميسون مسؤل ښاغلي محمد يوسف سفار، د پروان د علماو د شورا رئيس مولوي عبدالرحيم حنفي، د ښځو چارو وزارت سترې سلاکارې ملالۍ اچکزۍ او د پارلمان د يوشمېر غړو په حضور کې د پروان ولايت په سبز شهر هوټل کې تر سره شو.

د ګل آغا پرواني د خيريه بنياد رئيس ښاغلي الحاج خيرالدين مايل ددې ډول مراسمو تر سره کول، خپله ايماني، اسلامي او وجداني دنده وبلله او ويې ويل : (( واده د ايمان د پوره کېدا مرحله ده. ددې د پوره کېدو لپاره زموږ دنده ده، چې اړ ځوانانو سره مرسته او همکاري وکړو. )) هغه د هېواد له ټولو سوداګرو هم غوښتنه وکړه، چې ددې ډول نيکو کارونو په مراسمو کې برخه واخلي.

ښاغلي مايل ددې محل د لګښت په اړه وویل : ((ددې محفل لګښت ددې بنياد شخصي پانګې څخه وه او د هېڅ کومې موسسې او يا دولتي بنسټ له خوا ور سره مرسته نه ده شوې. موږ د هر زوج زوم او ناوې لپاره د يوه کور د اړتيا ټول مواد لکه ( فرش، کمپل، توشکونه او د پخلنځي لوخي) برابر کړي او د يوې مياشتې اعاشه مو هم ورته د ګل آغا پرواني خيريه بنياد له خوا په پام کې نيولې ده.))

ددې پروګرام د تر سره کولو مسؤل ښاغلي محمد يوسف سفار وویل : (( د لومړي ځل لپاره د روان کال د ميزان د مياشتې په ۵مه نېټه د ګل آغا پروان ي خيريه بنياد په دې هوټل کې د ۲۱ تنه فقيرو ځوانانو د واده محفل هم تر سره کړی و.))

سفار زياته کړه: (( دا خل د پروان ولايت له ۱۰۵ زياتو فقيرو ځواناو، چې له کوژدو يې  له درې کالو زيات کېدل د نوم ليکنې علاقه مند شو ، چې په دې پروګرام کې نوم وليکي، خو يواځې ۵۵ تنه يې وتوانېدل، چې نوم ليکنه وکړي. ځکه له بده مرغه مقابل جانب يې ددې ډول پروراګمونو سره رضايت نه درلوده او  د دواړو کورنيو په هوکړه څلورويشت ځواناو په دې پروګرام کې نوم ليکنه وکړه، چې نن يې د واده مراسم تر سره کېږي.))

سفار د يوه تن ښارميشت  د هرکلي په اړه وويل : (( زه له ډګروال عبدالجميل متقاد افسر څخه مننه کوم، چې دې پروګرام ته يې زړه ښه کړ او د خپل زوم نوم يې په دې پروګرام کې وليکه او ويې نه غوښتل، چې په زوم يې زيات فشا راشي.))

وروسته د اتاق د عامل پلاوي مرستيال ښاغلي احمد توفیق داوري ددې ډول پروګرامونو د جوړولو دستاينې تر څنګ د ښاغلي خيرالدين مايل د نيکو فعاليتونو په اړه وویل : (( ښاغلي خيرالدين مايل نه يواځې د فقيرو ځونانو د ودونو په محفلونو کې  نيک کارونه کوي، بلکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د سخاوت صندوق کې هر کال بې بضاعته کورنيو سره د مرستو په پروګرام کې فعاله ونډه تر سره کوي. هغه له ټولو سوداګرو غوښتنه وکړه، چې په دې ډول پروګرامونو کې برخه واخلي.

د پروان د علماو د شورا رئيس مولوي عبدالرحيم حنفي د دې ډول پروګرامونو تر سره کول يو نيک او اسلامي کار وباله او دفغانستان له خلکو په ځانګړې توګه د پروان ولايت له اوسېدونکو يې غوښتنه وکړه، چې د ودونو په محفلونو کې له بيځايه لګوښتونو څخه ډډه وکړي، ځکه چې د اسلام خلاف کار دی او د خيرالدين مايل څخه يې غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې هم دا ډول پروګرامونه جوړ ګړي.

وروسته د پروان ولايت ښاروال ښاغلي خواجه روح الله ددې څلرويشت تنه ځونانو ته د يوې يوې نمرې ځمکې د ورکړې ژمنه وکړه.

د پروان ولايت د خلکو استازې مېرمن روشنا خالد وویل : (( غوره واده هغه دی، چې لګښت يې کم وي. که زموږ خلک د پېغمبر ص په سنتو عمل وکړي د هېواد هېڅ ځوان به مجرد پاتې نه شي.

د ښځو چارو وزارت سترې سلاکارې مېرمن ملالۍ اچکزۍ ددې ډول پروګرامونو څخه د دې وزارت ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل : (( د ښځو چارو وزارت په پام کې لري د يو ستاينليک له لارې د ښاغلي الحاج خيرالدين مايل څخه ستاينه وکړي.

په همدې ترتيب د پروان ولايت د ښځو چارو رئيسې مېرمن شاه جهان يزدان پرست ددې ډول پروګرامونو د تداوم په موخه په دې رياست کې د يوه ځانګړې  دفتر د پرانستې خبره وکړه.