د تخار ولايت دريم سوداګريز نندارتون جوړ شو

په تخار ولايت او نورو ګاونډيو ولايتونو کې کې د عمده توليدي محصولاتو د پيژندنې ددې ولايت د بالقوه ظرفيتونو د معرفي کولو او پانګونې د جذب، د لاسي صنايعو، حيواني  او کرنيزو محصولاتو انتفاعي کولو، د ټولو ولايتونو سره ددې ولايت د سوداګرو د اړيکو زياتولو، خلکو ته د سوداګريزو فعاليتونو د پرمختګ په برخه کې د تخار ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د نقش څخه د پوهاوي او همدا ډول د راتلونکې همکارۍ لپاره د ولايتونو تر منځ د سوداګريزو راکړو ورکړو په موخه د روان ۱۳۹۱ کال د تلې د مياشتې په ۵مه نېټه ددې ولايت د مرستيال والي، دولتي چارواکو او د  مدني ټولنې ۱۵۰ تنه استازو په ګډون د تخار د ودونو په قصر کې د تخار ولايت کرنيزو توليداتو او لاسي صنايعو دريم سوداګريز نندارتون  پرانستل شو.

په دې نندارتون کې ۴۰ شرکتونو له شپږو ولايتونو( تخار، بدخشان، کندز، بغلان، بلخ او ننګرهار) څخه خپل محصولات لکه کرنيزو محصولات، لبنيات، لاسي صنايع، چرمي محصولات، شهد، قيمتي  او نيمه قيمتي ډبرې او ودانيز توکي د درې ورځو لپاره نندارې ته ايښي وو.

دا نندارتون د تخار ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په نوښت او د آغاخان بنياد، مرسي کارپس موسسې او د آلمان د نړېوالې پراختيايي ادارې  او ټي ډي اچ موسسې په همکارۍ تر سره شوی و.

ددې نندارتون لپاره تيايانې د سرطان د مياشتې څخه پيل شوې او د تخار اتاق  ډونرانو ته ددې نندارتون په اړه خپل وړانديز ورکړی و.

له ډونرانو له خوا آمادګۍ د اعلان وروسته په پای کې پرېکړه وشوه، چې نندارتون دې د تلې د مياشتې له ۵مې تر ۷مې نېټې تر سره شي.

ددې نندارتون ټوليز لګښت 19770 ډالره و، چې له دې جملې 8070 ډالر د آغاخان بنياد، 8300 د مرسي کارپس موسسې، 3100 ډالر د آلمان د پراختيايي ادارې او 300 ډالر د ټي ډي اچ موسسې له خوا ورکول شوي وو.

د نندارتون په درې ورځو کې له نندارتون څخه  3820 تنو ليدنه وکړه. په دې نندارتون  کې په ټوليزه توګه 118417 ډالره پلورنې(30741  ډالر په نغدي توګه او 87676  ډالر د فرمايش په توګه)  تر سره شوې

د غرفه لرونکو او ننداره کوونکو څخه د نظر پوښتنې سروې   د نندارتون د جوړوونکو لپاره يو ستر برياليتوب او لاسته راوړنه ده. ددې سروې په اساس  له ۶۷ تر ۸۳ سلنه غرفه لرونکي ددې نندارتون څخه خوښ او راضي وو.