په قزاقستان کې د منځنۍ آسيا هېوادونو سوداګريزه ناسته تر سره شوه

د منځنۍ آسيا هېوادونو دوهمه ناسته،  د روان کال د تلې مياشتې د ۴مې تر ۵مې نېټې پورې د قزاقستان په آلماتا ښار کې تر سره شوه. دا ناسته، چې د USAID REC   يا د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د پروژې په مرسته تر سره شوې وه، په کې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او افغانستان د خصوصي سکټور استازو او ددې هېوادونو يو شمېر دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.

ددې ناستې موخه د منځنۍ آسيا هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو پراختيا او همدا رنګه ددې هېوادونو  تر منځ د صادراتو د  وده وه.

په  دې ناسته کې  د بحث او خبرو اترو مهمې موضوعګانې  د منځنۍ آسيا هېوادونو تر منځ د سيمه ييزو همکاريو  ډېرېدل، په منځنۍ آسيا کې د  سوداګرۍ مخينه، د صادراتو ترويج او په اړه يې پوهاوی، د صادراتو د ارقامو تر لاسه کول،  په قزاقستان، قرغيزستان، ازبکستان او تاجکستان کې د  صادراتو بهير، په سيمه کې د سوداګرۍ د مخينې وده او ستونزې، ټرانسپورټي او لوجسټيکي وضعيت، ددې هېوادونو تر منځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو پراختيا،  د ګمرکونو تخنيکي کړنلارې او قواعد،  د سوداګريزو توکو د تصدۍ لپاره سټنډرډ جوړونه او د سرټفيکټونو صادرول( تصديق پاڼه) ، د صادراتو د ودې لپاره د بازارموندنې ابزار او وسايل او نورې ورته موضوعګانې وې، چې په دې ناسته کې پرې بحث وشو.

همدا ډول د اقتصادي کارپوهانو له خوا په دې ناسته کې مهم او د پام وړ ،په ځانګړې توګه د صادراتو د ودې او د منځنۍ آسيا هېوادونو د پانګونو په اړه پرزنټيشنونه او بيانيې وړاندې شوې.

په دې ناسته کې د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق عامل مدير رحيم الله حميد د اتاق په استازيتوب د USAID يا سيمه ييزو همکاريو پروژې په بلنه او د ياد اتاق د مديره پلاوي د رئيس په لارښوونه، په دې کنفرانس کې برخه اخيستې وه، چې ددې کنفرانس په حاشيه کې يې د قزاقستان، ازبکستان او قرغيزستان هېوادونو د يو شمېر دولتي چارواکو او همدا دول نړيوالو بنسټونو مسؤلينو او همدا ډول  په دې ناسته کې د موجودو سوداګرو سره خبرې وکړې، چې ددې هېوادونو د مسؤلينو او سوداګرو له خوا افغان سوداګرو سره په دې هېوادونو د همکارۍ ژمنې وشوې.

د کابل د سوداګرۍ اتاق د عامل پلاوي مدير په قزاقستان کې د يو شمېر ملي سوداګرو سره هم ليده کاته وکړه، چې دوی په قزاقستان کې د خپل سوداګريز بهير څخه خوښي وښوده، مګر د ازبکستان له لارې يې د خپلو توکو د لېږد په برخه کې شکايتونه لرل، چې د افغانستان د دولتي مسؤلينو د پاملرنې غوښتنه يې کوله.

د يادولو ده، چې  په قزاقزستان کې د افغانانو د سوداګرۍ عمده برخه د غنمو، اوړو، غوړيو، زغير  او اوبلن غاز تشکيلوي.

د کابل  اتاق عامل مدير همدا ډول په قزاقستان او ازبکستان کې  د USAID پروژې د مسؤلينو سره خبرې اترې وکړې، چې د هغوی له خوا د هر ډول همکارۍ او د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او USAID پروژې تر منځ د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې د اقتصادي پروګرامونو د تشريک ژمنه وشوه.

په پای کې په قزاقستتان کې د USAID REC  پروژې مسؤلينو د منځنۍ آسيا هېوادونو  تر منځ د سوداګريزو  اړيکو د تحکيم  او ټينګښت لپاره، د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق او د قزاقستان په آلماتا کې د يادې پروژې تر منځ د  دوه اړخيزو همکاريو د يوه هوکړه ليک غوښتنه وکړه. ښاغلي حميد اوسمهال ددې هوکړه ليک په مسوده کار کوي او ددې  هوکړه ليک د لا غني کېدو په موخه د اتاق د غړو نظرونه هم اخلي، وروسته د کابل د سوداګرۍ اتاق مديره پلاوی ددې هوکړه ليک په تر سره کېدو غور  او پرېکړه کوي.

ويل کېږي په دې کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو څخه ۳۰۰ تنو برخه اخيستې وه، چې ۲۲ تنه يې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او سوداګرۍ او صنايعو اتاق او خصوصي سکټور په استازيتوب بلل شوي وو.