د ميدان وردګ ولايت له والي سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د پلاوي ليدنه

په ميدان وردګ ولايت کې د صنعتي ښارګوټي د جوړولو په موخه د ښاغلي باز محمد د اتاق د پلاوي په مشرۍ د دې ولايت د والي محمد حليم فدايي سره د روان کال د زمری د مياشتې په ۲۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ وکتل.

ښاغلي باز  د والي سره په دې ليدنه کې په ميدان وردګ ولايت کې د صنعتي ښارګوټي په جوړېدو ټينګار وکړ او  ويې ويل : ((خصوصي سکټور او په ځانګړې توګه صنعتکاران باور لري، چې په ميدان وردګ ولايت کې  صنعتي ښارګوټي جوړ شي د خلکو او دولت په ګټه به تمام شي او د داخلي توليداتو د ودې او همدا ډول د کانونو په کيندنه کې به ګټور ثابت شي.))

د اتاق صنعتي مرستيال د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو په برخه کې د دې ولايت د والي د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته کاشف علي خيل د اتاق د صنايعو د کمېټې رئيس  د وړاندې جلسې څخه، چې د ترکي پلاوي سره يې لرله يادونه وکړه او ويې ويل: (( د ترکيې هېواد غواړي په ميدان وردګ ولايت کې د صنعتي ښارګوټي په جوېړېدو کې هر اړخيزه همکاري وکړي.))

هغه يادونه وکړه، چې نږدې ۱۵ زره صنعتکاران په هېواد کې موجود دي، چې هر کال ددولت خزانې ته اووه سوه زره افغانۍ تحويلوي، چې له بده مرغه دولت يې په مقابل کې ۳۵ نمرې ځمکه په اختيار کې ور کړې ده.

د ميدان وردګ والي ښاغلي محمد حليم فدايي  په دې برخه کې د اتاق د هڅو د ستاينې تر څنګ په دې ولايت کې د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو په برخه کې خپله پوره همکاري وښوده. ښاغلي فدايي د اتاق سره په دې برخه کې د همکارۍ په اړه وويل : (( څه موده وړاندې مو د سوداګرۍ او صنايعو اتاق ته يو مکتوب واستوه او په دې ولايت کې مو د اتاق د څانګې د فعالېدو غوښتنه وکړه، مګر له بده مرغه تر اوسه  د اتاق له لورې کوم ځواب نه دی راغلی.))

د ميدان وردګ والي زياته کړه : (( هر کال نږدې ۱۵۳ زره ټنه مڼې توليد لرو، د کانونو ۱۹ ساحې موجودې دي او همدا ډول لاسي صنايعو په دې ولايت کې ښه وده کړې ده . ))

په دې ليدنه کې ښاغلي فدايي په ميدان وردګ ولايت کې د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو په برخه کې په خپله همکارۍ ټينګار وکړ او په لاندې مواردو کې يې خپل تعهد ښکاره کړ:

1-      په ميدان وردګ ولايت کې د صنعتي ښاګوټي د جوړېدو لپاره د ځمکې په واک کې ورکول،

2-       د ځانګړي ټرانسرمر سره د برېښنا چمتو کول،

3-      د صنعتکارانو لپاره د کوچنيو پورونو د تر لاسه کولو لپاره همکايري،

4-       د توليداتو د لوړېدو په موخه د زده کړو د زمېنې برابرولو لپاره د بهرنيو هېوادونو د مرستو جلبول.

همدا ډول ښاغلي فدايي په دې ولايت کې د بارچالانۍ د اتحاديې د جوړېدو او له دې، چې د ولايت مقام له دې ډلې پنځه تنو ته يې په ترکيې  کې د زده کړو زمينه برابره کړې هم يادونه وکړه.