د پروان اتاق د مديره پلاوي رييس او ور سره ۱۹ کسيزه ټيم ،د جنوبي کوريا په يو ښوونيز پروګرام کې برخه واخيسته

د پروان د ولايتي اتاق د مديره پلاوي رئييس ښاغلي ذکريا بريالي، چې دې ولايت د اقتصاي ۱۹ کسيز ټيم مشري يې کوله د جنوبي کوريا د نړېوالو همکاريو د ادارې په بلنه د چنګاښ د مياشتې په ۱مه دې هېواد ته ولاړل او د روان کال  د زمري په لومړۍ نېټنع بېرته هېواد ته راستانه شول.

ددې پروګرام اصلي موخه د جنوبي کوريا د تجربو په پام کې نيولو سره د اقتصادي سټراټيژيګانو ښه کېدا ، ظرفيت جوړونه ( په ځانګړې توګه د پروان ولايت) د اقتصادي پرمختګ ، بشري منابعو څخه تجربې تر لاسه کول او په پراختيايي پروګرامونو کې ددې تجربو پلي کول وو.

دا پرورګرام، چې ۱۴ ورځې يې دوام وکړ، کوريايي پروفيسرانو او استادانو ، له افغاني پلاوي د پالنې تر څنګ ،  ياد ټيم ته اقتصادي سټراټيژي، کرنيزه پاليسي، د کليو پراختيا، د اوبو د سرچينو او بشري منابعو مديره په برخه کې زده کړې وکړې  او افغاني ټيم ته يې د خپل هېواد د پرمختګ تجربې بيان کړې. روزونکو  د جنوبي کوريا د برياليتوب راز په اقتصادي پراختيا،ښوونې او روزنې ته پاملرنه، ريښتينولي او ددې هېواد د خلکو خوارۍ  وبللې. هغوي ټينګار کاوه، چې د افغانستان خلک دې هم دې ټکي ته پاملرنه وکړي او بايد خپل هېواد د پرمختګ او ترقۍ په لور سوق کړي.

په دې پروګرام کې د کرنيزو پاليسيو او کليو د پراختيا په اړه بحث وشو او لاندې مواردو د افغانستان د پرمختګ د فکټورونو په توګه ياد شول:

1- د ټول افغانستان د ځمکو سروې، د موسم په پام کې نيولو سره د هر ولايت لپاره د زونونو جوړول،  د کرنې د ودط او زياتو حاصلاتو د تر لاسه کولو لپاره په ټولو ولايتونو کې د  سردخانو جوړول.

2- په بېلابېلو سيمو کې د تحقيقاتي مرکزونو جوړول،

3- د وترنرۍ او مالدارۍ د خدماتو او نورو برخو پراختيا،

4 -   په کليو او قريو کې د مروجو اقتصادي برخو لکه ، غاليواوډل، ګلم بافي، چاقو جوړونه، چرمګيري. کشمش پاکي او نور بېلابېل صنايعو پراختيا.

5 -  په کليو کې د ميوو او کرنيزو محصولاتو د ساتنې او کرنيزو محصولاتو د پروسس په موخه   د سردخانو او ګلخانو

6-  د کرنيزو محصولاتو د پروسس په موخه د وړو فابريکو جوړول.

له دې پرته په دې ښوونيز پروګرام کې د بشري منابعو د پرمختګ په اړه ، د مسلکي استادانو په اړه، په پوهنتونو کې د کدرونو درلودلو، د توليد، کرنې او کان کيندنې  په سکټور د نظرونو تبادل.

په همدې ترتيب ياد ټيم د اوسپنې ويلې کولو، کشتي جوړونې، د سامسنګ مبايل جوړونې شرکت، د ټويوټا موټر جوړولو شرکت، د کرنيزو څېړنو مرکز، د تاريخي آبداتو سيمې او نورو تولو سيمو ليدنه وکړه.

د پروان د اتاق د مديره پلاوي رييس او ور سره ټيم په ټولو برخو کې فعاله برخه واخيسته، اقتصادي، ټولنيز، ښوونې او روزنې، امنيت، کرنې او د پروان ولايت د نورو برخو په اړه يې د کوريا هېواد مسؤلينو او روزونکو ته توضيح ورکړه او په لاندې ډول يې ورته خپل وړانديزونه وړاندې کړل:

1 -   په افغانستان د پراخه اوبو د بندونو درلودل په ځانګړې توګه پروان ولايت کې.

2-   په افغاني متخصصينو او کادرونو باندې پانګونه

3- د نشه يي توکو پروړاندې مبارزه او د ځوانانو لپاره د کار ځای پيدا کول

4 - د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو په موخه بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه کوريا ته د افغان ځوانانو استول.

5 -  په لرې پرتو سيمو کې  روغتيايي مرکزونو جوړول، د کروندګرو لپاره د زده کړو زمينه برابرول، د پانګوالو، سوداګرو، صنعتکارانو او نورو لپاره د د دوی د توليداتو لپاره د بازارموندنې په موخه د ښوونيزو ورکشاپونو جوړول.

6 -  د پروان ولايت د کروندګرو لپاره د سبزيجاتو او ميوو د ساتنې لپاره د سرخانو جوړول

7 -   د ښو حاصلاتو د تر لاسه کولو لپاره د برېښنا د يوې لوې شبکې جوړول.

8 -  د پوهنې بيړنی تقويت، چې د يو هېواد بنسټ جوړوي.

9 –  ددواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا

پروان اتاق د مديره پلاوي رييس د خپل ټيم سره له کوريا نه له راګرځېدو وروسته د پروان والي ښاغلي بصير سالنګي سره وليدل او د خپل اقتصادي سفر پايلې يې ور سره شرېکې کړې.

ښاغلي بريالي او نورو همکارانو يې دا پروګرام د قناعت وړ او ښه وباله او ډاډ يې ورکړ، هغه څه يې چې په کوريا هېواد کې زده کړي دي د پروان ولايت د پرمختګ په برخه کې به يې وکاروي او متقابلاَ  د پروان والي هم ددې اقتصادي ټيم د تر لاسه شويو تجربو څخه مننه وکړه.