د کابل د اتاق مدير د جنوبي کوريا په سيول ښار کې د سوداګريزې ودې په ځانګړي پروګرام کې برخه واخيسته

د سوداګرۍ  د ودې تر عنوان لاندې ځانګړی ښوونيز پروګرام د روان ۲۰۱۲ کال د اپريل د ۱۱مې نه تر ۲۶ پورې د سارک  غړو هېوادونو  د استازو په ګډون په کابل کې د کویکا (KOICA ( دفتر په همکارۍ د جنوبي کوريا په کوربه توب د سيول په ښار کې جوړ شو.

ددی پروګرام له جوړولو موخه دا وه، چې ګډونوال د جنوبي کوريا د اقتصادي ودې او پرمختګ نه خبر شي، چې ددی ښکارندويي کوي، چې د کوريا خلکو څنګه  توانېدلی، چې له جنګه ووځي او  د خپل هېواد اقتصاد ته وده او رونق ورکړي.

د افغانستان په استازيتوب په دې پروګرام د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق عامل مدير ښاعلی رحيم الله حميد او د بهرنيو چارو وزارت د تشريفاتو رياست کار کوونکی حميد محمود د ګدون لپاره تللي وو. د آجنډا سره سم په دې پروګرام کې رحيم الله حميد هم د افغانستان د اقتصادي وضعيت خلاصه ګډونوالو ته وړاندې کړه، چې د حاضرينو د ستاينې وړ وګرځېده.

هغه معلومات او پرېزنټيشنونه، چې د دې دوه اونيو په اوږدو کې د کوريا د اقتصادي ماهرينو او پروفيسرانو له خوا وړاندې شو، ددې ښکارندوی و، چې  کوريا د ازادۍ تر لا سه کولو وروسته د کورنيو جنګونو شاهده وه او د دواړو کورياو تر منځ په ۱۹۴۸ نه تر ۱۹۵۳ پورې جنګونو وروسته د جنوبي کوريا حالت د افغانستان له جنګ وروسته حالته ډېر خراب شوی و. د خلکو په منځ کې فقر دومره ډېر شوی و، چې د کوريايي يوه پروفيسور په خبره ددې هېواد بط بضاعته مېرمنو به د ولږې څخه د خپلو اولادونو د ساتنې په موخه د مجبوريت له مخې خپل وېښتان  د امريکا د مصنوعي ويښتانو صنعتي کمپنيو باندې خرڅول.

په کوريا کې د اقتصاد او سوداګرۍ چټکه وده د ۱۹۶۱ کال  وروسته د دې هېواد د تکړه، پيسه دار او وطن دوسته رهبر جنرال پارک له قدرت سره پېلېږي، چې د کوريا خلک تل  د اقتصادي پرمختګونو په برخه کې دده له ګامونو په نيکه يادونه کوي.

 

اوسمهال، په داسې حال کې، چې دا هېواد  د خپل اړتيا خام مواد او کانونه نه لري او خپلې اړتيا وې له بهره پوره کوي، د اوسپنې ويلې کولو، کشتۍ جوړونې، د نفتي موادو د تصفيې، موټر جوړولو، تلويزيون، الکترونيکي موادو او مبايلونو  سترې کارخانې په کې جوړې شوي دي، چې د کوريا د کشتۍ جوړونې کمپنې  د نړۍ د سترو کمپنیو څخه شمېرل کېږي. همدا ډول د کوريا صنعتي توليدات په لويه کچه د نړۍ هېوادونو ته صادرېږي.

کوريا هېواد تر اوسه د ۱۵۳ نړيوالو بنسټونو، او ۵۵  هېوادونو سره د آزادې سوداګرۍ هوکړې کړي دي.

دا کار ددی سبب شوی، چې د کوريا اقتصاد په ښه توګه وده وکړي. همدا اوس کوريا د سوداګرۍ له مخې د نړۍ د ۱۸۳ هېوادونو په منځ کې اتم  ځای لري او صادرات يې، چې په ۱۹۶۴ کال کې  سل ميليونه ډالرو ته رسېدل په ۲۰۱۱ کال کې د ۵۰۰ ملياردو څخه ډېر شوي دي او همدا ډول يې سرانه عايد په هر کال کې 23749 ډالرو ته رسېږي. د کوريا دا وده کولی شي د کمو پرمختللو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره يوه نمونه شي او د کوريا د اقتصادي ودې نه کولی شي د نمونې په توګه کار واخلي.

د کور يا هېواد د علاقه منۍ  ته په پام سره د افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيدا او ددې اړيکو د پراختيا لپاره زموږ هېواد لپاره په کار دي، چې د کابل د سوداګرۍ او صنايعو اتاق هم د خصوصي سکټور د ملاتړي په توګه د مرکزي اتاق تر څنګ  د اقتصادي اړيکو د ټينګولو په موخه  د ټولو هېواونو په ځانګړې توګه د کوريا سره د کوريا بزنس سنټر(KBC) او يا په کابل کې د افغان  - کوريا ګډ اتاق را منځته کړي. چې له هغې لارې د افغانستان او کوريا تر منځ د سوداګريزو تجربو راکړه ورکړه تر سره شي. سوداګريز نندارتونونه، اقتصادي کنفرانسونه او تريننګونه تر سره شي.

بې له شکه ، چې د KBC او يا ګډ اتاق رامنځته کول به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې يو ښه فرصت وي او د دې اړيکو پراختيا او د کوريا له تجربو ګټه اخيستنه به د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولري.