د هېواد د شمال د اقتصادي پراختيا کنفرانس جوړ شو

د شنبې په ورځ د ۱۳۹۱ کال د چنګاښ د مياشتې په دريمه نېټه تقريباَ ۳۵۰ تنه خصوصي پانګوال د مزار شريف  په اميري هوټل کې په يوه خبره کنفرانس (  د هېواد د شمال د اقتصادي پراختيا کنفرانس) کې سره را يوځای شول، چې د خپلو سوداګريو په مخ کې پرتې ستونزې او خنډونه د حکومتي چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مشرتابه سره شريک کړي.

په دې کنفرانس کې، چې د مزار شريف  د سوداګرۍ او صنايعو اتاق له خوا د روشن مخابراتي کمپنۍ او  المان حکومت په مالی مرسته جوړ شوی و، لوړ رتبه دولتي چارواکو، لکه د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي، د ټرانسپورټ وزارت مرستيال محمدالله بتاش، د ماليې وزارت د ګمرکاتو مرستيال سيدشاه، د اقتصاد وزارت د پاليسۍ جوړونې رئيس رحيمي او د بلخ والي عطامحمد نور برخه اخيستې وه.

د بلخ والي د  هېواد په شمال کې د اقتصادي پرمختګونو د شمارلو سره په بلخ ولايت کې دخصوصي سکټور څخه د حکومت ملاتړ ته هم اشاره وکړه. او زياته يې کړه، چې حکومت بايد د بنسټيزو چارو په رامنځته کولو لکه برېښنا او سړکونه، چې د پانګونې لپاره لازم ګڼل کېږي فوق العاده پاملرنه وکړي.

د بلخ والي عطا محمد نور په خپلو خبرو کې وويل : (( په ډېرو هېوادونو کې، حکومتونه فابريکه لرونکو ته د برېښنا د وېش په برخه کې سب سايډي ورکوي. مګر له بده مرغه زموږ حکومت نه يواځې دا، چې سب سايډي نه ورکوي، بلکې د فابريکه لرونکو نه د برېښنا د توزيع په بدل کې  ګټه هم اخلي.  که دولت په واقعيت سره غواړي، چې په هېواد کې د صنعت  او په پايله کې صادرات وده وکړي بايد دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.))

نوموړي همدا ډول  د ماليې په ډېرښت، د ګاونډيو هېوادونو سره ټرانزيتي ستونزو او اداري بيروکراسۍ ته هم اشاره وکړه، چې د نرخونو د لوړېدو له عواملو څخه شمېرل کېږي او په پای کې يې اصلي متضررين مستهلکين دي.

د بلخ والي عطامحمد نور د خبرو خبرو په پای کې د المان هېواد څخه په دې مننه وکړه، چې د هېواد په شمالي برخو کې يې ډېرې پروژې تمويل کړي او ترې غوښتنه يې وکړه چې دمزارشريف د صنعتي پارک په رغولو کې هم همکاري وکړي.

د اتاق د عامل پلاوي رئيس محمد قربان حقجو ۲۰۱۴ کال په هېواد کې د يوه تاريخي کال په نوم ونوماوه : (( له ۲۰۱۴ کاله ورورسته بايد افغانان په خپلو پښو ودرېږي، نو دا د دولت او خصوصي  سکټور دنده ده، چې د يو بل سره په همکارۍ او مرسته دنړېوالو هېوادونو د اقتصادي مرستو د کمښت تشه را ډکه کړي.))

نوموړي د کوچنيو او متوسطو صنايعو د پراختيا ارزښت ته په اشاره وکړه او له دولتي چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې ولايتونو ته سفرونه وکړي، له نږدې د خلکو خبرې واوري او  د کابيني  او د وزيرانو شورا د اقتصادي کمېټې په ناستو او جلسو کې يې انعکاس کړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکټر انوارالحق احدي په هېواد کې  د اقتصادي قوانينو په پروسيجرونو کې  اسانتيا او د ماليې کمښت ته اشاره وکړه او دعوه يې وکړه، چې دا اسانتياوې په سيمه کې بې ساري دي او آن تر دې، چې هغه يې د نړېوالو قوانينو سره مقايه کړل.

نوموړي د برېښنا د وېش 800% وده،  د پوهنتونونو څخه د پام وړ محصلينو فارغيدل او په پايله  کې د کار د تحصيل يافته ځواک پيدا کول او د دولت او خصوصي سکټور نورو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه.

د سوداګرۍ او صنايعو وزير ښاغلي احدي د پانګونې په برخه کې، له پانګوالو غوښتنه وکړه، چې د بازار له وضعيته په پوره توګه خبر واوسي. نوموړي د هغه سکتورونو نومونه واخيستل، چې که پانګوال په کې پانګونه وکړي، افغانستان به هر کال يو مليارډ ډالره صادرات ولري. دا سکټورنونه د مرمرو ډبرې، وچه او تازه مېوه، قيمتې ډبرې او پوستکی دي. ښاغلي احدي همدا ډول  يو شمېر نورو سکټورونو ته لکه سمنټ، ودانيز توکي غوړيو او مرغدارۍ ته هم اشاره وکړه، چې پانګوال کولی شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د کنفرانس د آجنډا په اساس ګډونوال په اوو بېلابېلو ګروپونه  وېشل شوي وو، چې  له هغې جملې ترانسپورټ او خارجي سوداګري، د ودانيزو توکو توليد، کانونه او قيمتي ډبرې، وچه او تازه ميوه او د خوراکي مواد توليد، د غاليتو صنعت او صادرات  او په بلخ کې سوداګرې مېرمنې او صنعت په کې شامل وو. او خپلې طرحې يې هم وړاندې کړې، چې په لاندې ډول بيانېږي:

1. ټرانسپورټ او خارجي سوداګري

  • د نړېوال ترازيټ نه ځانګړي کېدل، چې د کوم وزارت سره اړه لري، د سوداګرۍ وزارت سره او که د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره ؟
  • د ټرانسپورټي شرکتونو ډرېورانو ته د وېزې نه ورکول.
  • د افغاني ټرانسپورټي شرکتونو ته د  road pass نه ورکول.
  • د ښارواليانو د حق العبور د ټکسونو ډېرښت.

د پورته موضوعاتو په اړه ښاغلي محمد الله بتاش وويل، په هغه صورت کې، چې ګاونډي هېوادونه ستونزې را ولاړوي موږ د ورته عمل په تر سره کولو سره موافق يو. مګر له بده مرغه تر اوسه نه يې توانېدلي، چې پلي يې کړو. مګر د (TIR) يا د واټ د نړېوال سيسټم سره يوځای کېدل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په دې برخه کې اصلي رول لري کولی شي، د ګاونډيو هېوادونو سره زموږ دا ستونزه د تل لپاره حل کړي.

سر بېره پر دې،  نوموړي د حق العبور او د ښارواليو دټکسونه په اړه وويل : ((  دا د جمهور رئيس فرمان دی، چې  په هېواد کې دې د ټکسونو په سيسټم کې اسانتياوې رامنځته شي. له دې کبله ټرانسپورټي شرکتونه کولی شي، خپلې طرحې د سوداګرۍ او صنايعو اتاق له لارې موږ ته وليږي. وروسته يې موږ په پام کې نيسو او طی مراحل کوو يې.))

2. د صنعت او ودانيزو موادو کمېټه

  • په د ودانيو طراحي او بڼه بايد د هېواد د ښکلا او فرهنګ سره په پوره توګه سمون ولري.
  • د سټنډرډ ودانيزو کوډونه نه مراعتول.
  • د ماهرو او مسلکي کارګرو نشت د ودانيزو چارو کيفيت را غورځولی.
  • د ودانيزو توکو په وارداتو کې د کنټرول نشت.
  • د دولت له خوا د کار  د منظم پلان نشتون.

د وارداتي توکو د کنټرول په اړه د سوداګرۍ وزير وويل، چې د نورم او سټندرډ اداره يواځې د تيلو او غازو کيفيت څاري، نور وزارتونه لکه د عامې روغتيا وزارت، درمل کنټرولوي. له دې کبله د وزارتونو تر منځ يو دول ناهمغږيتوب راپيدا شوی، د نورم او سټنډرډ ادارې ته بايد صلاحيت ورکول شي، چې ټول وادراتي توکي کنټرول او خلکو يې ته يې د کيفيت په اړه ډاډ ورکول شي.

3. د کانونو او قيمتي ډبرو کمېټه

  • د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو د کانونو شتون،په ځانګړې توګه د بدخشان په ولايت کې د لاجوردو د کان شتون، چې په ټوله نړۍ کې د خپل آبي غني رنګ په لرولو سره مشهورې دي.
  • ددې کانونو د کيندنې لپاره د نړېوالو موسسو علاقه مندي. مګر د امنيت نشت  د دوی د علاقې د کمېدو سبب شوی دی.
  • د کنونو نه په غېر مسلکي توګه د ډبرو ويل. په داسې حال کې، چې په شمال او شمال ختيځه ولايتونو کې د حکاکۍ او زرګرۍ د زده کړو يواځې اووه مرکزونه فعاليت کوي. د زياتو مرکزونو جوړول د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو سبب کېږي  او همدا ډول دډبرو د بې ځايه کېدلو مخه نيسي.
  • د کانونه کيندنه کولی  شي هېواد په ځان بسيا کړي.
  • د کانونو څخه د ډبرو د ويستو لپاره د لارو او يا سړکونو نشت يوه بله ستونزه ده.
  • له 1000 زيات کارکوونکي په کانونو کې فعاليت کوي، مګر کاري چاپيريال يې اغېزمن او مناسب نه دی.
  • په دې برخه کې د سوداګريزو ټولنو نه علاقه مندي او د دولت له خو نه تشويق،
  • د قيمتي ډبرو د صادراتو لپاره د منابسبې بازار موندنې نشت.
  • د کانونو وزارت له خوا د وضع شويو قوانينو څخه د کانونو د کارکوونکو نا خبري.
  • د افغاني شرکتونو سره د قيمتي ډبرو د کانونو په قرارداد کې د شفافيت نشت.
  • د صادراتو د د قرارداد انحصاري کېدل هغه هم د يوه شرکت له خو ا په کابل کې.
  • د مالياتي تاديې په برخه کې د ستونزو موجوديت، چې يواځې بايد په کابل کې تاديه شي. له دې کبله وړانديز کېږي، چې زيات صلاحيت  د بدخشان ولايت د کانونو رياست ته ورکول شي، چې ماليه په دې ولايت کې هم واخيستل شي.

د کانونو د کارکوونکو د زده کړو په برخه کې د کانونو رئيس ښاغلي کوهدامني وويل، چې  د کانونو په هر ريات کې د زده کړو يو مديريت رامنځته شوی دی، چې کارکوونکو ته زده کړه ورکوي.

د مالياتي موضوعاتو په اړه ښاغلي سيد مبين شاه وويل، چې د ماليې وزارت هم د اداري پروسيجرونو د اسانولو پلوی دی. هغه همدا ډول د مالياتي بيلانس خبره ياده کړه، چې د سوداګرۍ او صنايعو اتاق کولی شي يوه سمه طرح برابره کړي او ماليې وزارت ته يې واستوي.

4. وچه او تازه مېوه او د خوراکي توکو توليد

  • له خارج څخه د وچې او تازه مېوې د واردېدو ستونزې او بېرته يې اروپايې بازارونو ته صادرول.
  • د وچې مېوې لپاره بايد بازار موندنه وشي.

5. سوداګرې مېرمنې

  • د مېرمنو د فعاليت لپاره د يوه صنعتي ښارګوټي نشت.
  • په نړېوالو اقتصادي نندارتونونو کې د مېرمنو  د برخې نشت.

6. د غاليو صنعت او صادرات

  • د صنعتي کسبګرو لکه د غاليو د سکټور د صنعتکارانو لپاره په صنعتي ښارګوټي کې د يوې سالمې فضا رامنځته کول.
  • د غاليو د توليد او صادراتو لپاره د اسانتياو برابرول او له هېواد څخه د غاليو د قاچاق مخنيوی.
  • د غاليو د صادروونکو لپاره د ويزې د اخيستنې اسانتياوې.

7. صنعت

  • د توليدي او صنعتي سکټورنو لپاره د اوږدمهاله پورونو ورکول.
  • د صنعتي جوازونو اعتبار د يوه کال څخه درې کلونو ته وغځول شي.
  • د خامو موادو واردات د څلو تر شپږو کلونو پورې معاف شي، چې د هېواد توليدي توکي وکلی شي د خارجي توکو سره رقابت وکړي.

د اوږدمهاله پورونو په اړه د سوداګرۍ وزير وويل، چې د افغانستان حکومت له امريکايانو څخه د کرنې د سکټور لپاره  د 100  مليونه ډالرو ژمنه اخيستې، چې دا کچه  د پورونو په شکل د پنځه سلنه ټکټانې سره بزګرانو ته ورکول کېږي. له دې کبله د افغانستان حکومت بايد د پورونو ورته اسانتياوې د صنعت د سکټور لپاره هم برابرې کړي.

د کنفرانس په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق تر ټولو ستر نښان د بلخ والي عطامحمد نور ته د هغه خدمتونو له کبله د ښاغلي محمد قربان حقجو له خوا ورکول شو، چې د هېواد په شمال کې يې د اقتصادي ودې په برخه کې تر سره کړي دي. سربېره پردې د روشن مخابراتي شرکت او کام آير هوايي شرکت څخه هم ددې کنفرانس د سپانسر کولو له کبله د بلخ ولايت د سوداګرۍ اتاق له خوا ستاينه وشوه او ستاينليک يې استازو ته وورکول شو.

د هېواد د شمال د اقتصادي ودې کنفرانس په خپل شکل کې لومړی کنفرانس  و. په دې کنفرانس کې له اوو  بېلابېلو سکټورونو څخه  د ۳۵۰ تنو په شاو خوا کې د خصوصي  پانګوالو برخه اخسيتې  وه او خپلې ستونزې او نظريات يې د هېواد په شمال کې د سوداګريزو شرايطو د ښه کېدا په موخه د دولتي چارواکو او د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مشرتابه ته وړاندې کړل. بې له شکه د خصوصي سکټور او دولت متقابله همکاري کولی شي د اوسنيو ستونزو د له منځه وړلو او د هېواد د اقتصاد د غوړېدا په برخه کې اغېزمنه ثابته شي.