د افغان يونايټډبانک په مالي لګښت په کندهار ښار کې د تر ټولو ښکلي څلور لارې پرانسته

افغان يونايټډ بانک د ښاغلي احمد جاويد جيهو په مشرۍ د اعتبار لرونکو او مدرنو خصوصي بانکونو څخه دی، چې د پام وړ  خدمتونو د تر سره کولو او مشتريانو د خوښ ساتلو تر څنګ يې کوښښ کړی، چې د ټولګټو ساحو په رغونه او جوړولو کې هم ونډه واخلي، چې د هېواد په بيا ودانولو کې پوره برخه واخلي.

له دې ټولو سره سره افغان يونايټډ بانک درې کاله وړاندې د ټرانسپورټ وزارت او د کندهار ولايت د لوړپوړه دولتي چارواکو سره په يوه هوکړه کې ، چې د ۲۰ مليونه افغانيو په ارزښت لکه د کندهار ولايت د هوايي ډ‌ګر تم خونه او پارک به په اساسي او مدرنه توګه بيا رغوي او د ټرانسپورټ وزارت ته به يې تسليموي. ورپسې د افغان يونايټډ بانک مشرتابه د کندهار ولايت د مسؤلينو سره د پيليزو خبرو  وروسته د کندهار ښار د ډنډ څلورلارې د رغولو ايجازه هم تر لاسه کړه، چې د  دوه کلن دوامدار کار وروسته ياده څلور لارېد ۲۰ مليونه افغانيو په لګښت په اساسي شکل جوړه شوه، چې عملاَ د روان کال د غبرګولي د مياشتې په ۱۶مه نېټه د اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي، کندهار والي توريالي ويسا، د افغان يونايټډ بانک عمومي رئيس احمد جاويد جيهون، د اتاق د مديره پلاوي د مالي رئيس، کندهار ښاروال او د خصوصي سکټور اودولتي لوړ پوړه چارواکو له خوا  پرانستل شوه.

ښاغلي توريالي ويسا د يادې څلورلارې د پرانستې په مراسمو کې د افغان يونايټډ بانک له مسؤلينو د مننې تر څنګ، چې هم يې په بانکدارۍ کې ښه پرمختګونه کړي دي او هم د هېواد په بيا رغونه کې پوره ونډه لري، د ټولو خصوصي پانګوالو هم غوښتنه وکړه، چې د هېواد په بيارغونه کې خپله برخه واخلي او په دې برخه کې د دولت سره مرسته وکړي.

د اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي خانجان الکوزي  هم په دې مراسمو کې د کندهار ولايت په بيا رغونه کې د افغان يونايټډ بانک د سهم اخيستلو مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د هېواد د ټولو خصوصي پانګوالو سره په اړيکه به هغوی تشويق کړي، چې له وړاندې ډېر د هېواد د بيارغونې په برخه کې ونډه واخلي.

د افغان يونايټډ بانک عمومي مشر د ډڼډ څلور لارې د پرانستې په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې د نورو ټولو ولايتونو په بيا رغونه کې به هم پوره ونډه اخلي او پلان لري، چې نږدې راتلونکي کې او د کابل ښاروالۍ سره د خبرو او اړيکي وروسته د کابل د نړېوال هوايي ډګر د څلور لارو په بيارغولو کې هم برخه واخلي او هغه هم د کندهار ولايت د ډنډ څلورلارې په بڼه  د افغان يونايټډ بانک په مالي لګښت ورغوي.

کندهار ته د افغان يونايټډ بانک د عمومي رئيس په دې سفر کې ددې بانک دوه څانګي هم پرانستل شوې، چې يوه يې په هوايي ډګر  او بله يې په عېنو  مېنه کې پرانستل شوه او اوس په کندهار ولايت کې ددې بانک ټولې څانګي پنځو ته ورسېدلې او په دې ولايت کې د فعالو خصوصي بانکونو څخه شمېرل کېږي.

ددې بانک مشرتابه هڅه کوي، چې د هېواد په ټول ولايتونو کې د بانک څانګې پرانيزي.