د پکتيکا ولايت ولايت مقام ددې ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اتاق ته د ځمکې ورکولو لپاره موافقه وکړه

د روان ۱۳۹۱ لمريز کال د غويي په 14 مه د پکتيا ولايت مقام سره د صنعتکارانو ټولنې  ددې  ولايت مقام په تالار کې په يوه غونډه کې په دې هوکړه وشوه، چې  دوه مناسبې نمرې ځمکه، يو  د صنعتي ښارګوټي لپاره او بله د اتاق لپاره ځانګړې شي.

د افغانستان د صنعتي کمېټې رييس ښاغلي علي خيل د روان کال د غويي په ۱۱مه د ولايت له مقام څخه وغوښتل، چې  د ۳۰۰۰ جريبو په مساحت يو نمره ځمکه چې په سپين څنک کې پرته ده او يا  ۳۰۰۰ جريبه يو نمره ځمکه، چې د PRT  دفتر ته مخامخ پرته ده د دې ولايت د صنعتي پارکونو لپاره ځانګړې شي.  په همدې موخه د ولايت مقام د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه  دولايت د اداري شورا په غونډه کې د ښاروال، د فوايد عامې رييس، د ښارجوړونې رييس، د اقتصاد رييس او د امنيتي ارګانونو استازي په شمول  يو پنځه کسيز پلاوی وټاکه، چې دا  وړانديزونه و ارزوي او پايلې يې د ولايت مقام ته وړاندې کړي.

په پای کې ټاکل شوي پلاوي د ۱۳۹۱ کال د غويي د مياشتې په ۱۴مه نېټه پرېکړه وکړه، چې ياده ځمکه د PRT  دفتر ته مخامخ ۳۰۰۰ جريبه د صنعتي ښارګوټي لپاره ځانګړې شي. پر دې سربېره  پلاوي پرېکړه وکړه، چې ۱۱۰۰ متره مربع ځمکه دې، چې د ارزاقو رياست په ملکيت کې ده هم په موقتي توګه د اتاق په واک کې ورکول شي.

له بله پلوه د ښاغلي کاشف علي خيل د ولايت مقام ته وړانديز وکړ، چې ۲۰۰۰ مترو مربع په اندازه يوه نمره ځمکه، چې ولايت ته څېرمه پرته ده، د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اتاق  د جوېدو لپاره ځانګړې شي، چې د ولايت مقام له خو ا ور سره د همکارۍ ژمنه وشوه او  د ولايت په راتلونکي اداري غونډه کې به يې پايله معلومه شي.