ډېر ژر به د غزني د سوداګرۍ اوصنايعو اتاق ودانۍ د تاسيس چارې پيل شي

د غزني د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په دې تونېدلی، چې ددې ولايت د مقام څخه د ېوې نمرې ځمکې د تخصيص امر تر لاسه او ژر د غزني ولايت د  اتاق د ودانۍ چارې پيل کړي.

دا ځمکه، چې د رهني او سوداګيز بانک ملکيت دی د احمد شاه مسعود په څلور لارې کې پرته ده او  له درې کلونو را هيسې بېکاره پاتې ده.

د غزني د سوداګرۍ اتاق مديره پلاوي د ولايت مقام ته يو وړانديز وليکه او د ولايت مقام د وړانديز د منلو سره ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه، چې له قانوني مراحلو د پلي کيدو وروسته دې ياده ځمکه د غزني د سوداګرۍ اتاق لپاره تخصيص شي.

د پورته موضوع ترڅنګ د غزني ولايت يو تن سوداګر خليل الله هوتک  د 3740 متره مربع ځمکه، چې 187000 امريکايي ډالره ارزښت لري او د غزني ولايت د سلطان محمود غزنوي په ښارګوتي کې پرته ده غواړي د غزني ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اتاق ته ځانګړې کړي او د ملکيت سند يې د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې د محترم والي محمد موسی اکبر زاده په حضور  کې ددې ولايت   د اتاق مديره پلاوي ته ورکړي.

پرې دې سربېره په دې هم هوکړه شوې، چې د د اتاق ملمستون دې په دې نمره ځمکه کې جوړ شي.

د ښاغلي الحاج عبدالمتين قلندري په مشرۍ د غزني د نوي مدي پلاوي د کار پېلېدو  شپږ مياشتې کيږي او دا مديره پلاوی توانېدلی، چې په دې موده کې اغېزناک فعاليتونه تر سره کړي، چې له هغې جملې ددې دوه نمرو ځمکو تر لاسه کول يادولی شو.

د غزني په  اتاق کې د مهمو او  پېژندل شويو سوداګرو يو سلاکار بورډ موجود دی، چې ددې بورډ عمده فعاليتونه  د خصوصي سکټور څخه د مدافعې په برخه کې د پرمختګ او څرنګوالي او همدا ډول  په مهمو ملي او ولايتي مسايلو کې ددې ولايت د صنعتکارانو او سوداګرو د مشارکت ميزان او انډول برابرول دي.

د پورته لاسته راوړنو سره سره، د غزني اتاق د مديره پلاوي  ددې بورډ سره په همغږۍ ددې ولايت سوداګر او صنعتکارانو هڅولي دي، چې د ښار او غزني ولايت  په بيا رغونه کې د دولتي ارګانونو سره همکاري وکړي. له دې کبله يو شمېر سوداګرو ژمنې کړي، چې د غزني ښار  پياده روونه به په خپل شخصي لګښت بيا رغوي.

د يادولو ده، چې  غزني ولايت په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي هېوادونو د  فرهنګي مرکز په توګه پېژندل کېږي. له دې کبله د غزني ولايت مقام او ټول اړوند ارګانونه د سوداګرۍ اوصنايعو اتاق سربېره په دې هڅه کې دي، چې دا ولايت له هر پلوه د يونسکو له معيارونو سره برابر کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د غزني ولايت له مقام څخه د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې د ځانګړې پاملرنې له کبله مننه کوي او تمه لري، چې په راتلونکي کې هم دا ډول همکارۍ دوام ومومي.  د مديره پلاوي سربېره د ټولو هغه سوداګرو او پانګوالو مننه کوي، چې ددې ولايت په بيا رغونه کې ونډه اخيستې دي.