د خصوصي سکټور غړيو او فعالينو:

السلام عليکم و رحمت الله و برکاته؛

په پيل کې غواړم، د استازو د عالي شورا او د اتاق د مديره پلاوي د اعتماد څخه د زړه له کومي مننه وکړم، چې له سوداګرو، صنعتکارانو، پانګوالو او د هېواد د ټولو متشثينو څخه استازيتوب کوي او  د اتاق د مديره پلاوي د رياست لپاره يې زه غوره کړم.

بې له شکه، چې د هېواد د خصوصي سکټور فعالينو په هېواد کې د اقتصادي دوران د چلوونکو په توګه په تېرو څو کلونو کې د د پانګونې لپاره د زمينې د نسبي جوړېدو سره د  اقتصاد په بېلابېلو برخو کې محسوس او د پام وړ فعاليتونه او برياوې تر لاسه کړي او د ملي اقتصاد د ودې، د کاري زمينې برابرولو او غربت په وړاندې يې خپل ستر رول تر سره کړی دی.

مګر تر اوسه ګڼې ستونزې او خنډونه، لکه د اقتصادي قوانينو نا مناسبوالی،  غېرقانوني اخيستنې، اداري فساد، د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره  ټرانزيټي ستونزې، د پاليسيو او پروګرامونو کمښت او د دولت له خوا د صنايعو او پانګونې د تشويقولو لپاره د بنسټيزو امکاناتو او اسانتياوو نه برابرول او ډېری نور خنډونه د سوداګريزو، صنعتي او اقتصادي فعاليتونو پر وړاندې پراته دي، چې په جدي توګه د اقتصادي فعاليتونو  او ملي عايداتو د کمښت سبب شوي دي.

اوس موږ ته په کار ده، چې  د شته ستونزو د له منځته وړلو، حل لارو پېدا کولو او د خصوصي سکټور د ودې، پياوړتيا او ملاتړ لپاره، چې په پايله کې د ملي اقتصاد د غوړېدا او د هېواد د خلکو د ژوندانه د ښه کېدلو باعث کېږي، يو بل سره لاس په لاس شو.

دولتي ادارو او اړوندو بنسټونو ته د ښو کاري اړيکو جوړولو له  لارې طرحې، پروګرامونه،  وړانديزونه او غوره سلا مشورې وړاندې کړو.

سره له دې، چې تېر کال  د دې ستونزو او خنډونو يوه ټولګه د ځانګړو حل لارو او وړانديزونو سره د ( د پانګونې ملي آجنډا) تر نوم لاندې د يوې سروې او د نږدې يو زرو پنځه سوه تنه پانګوالو د نظرو پوښتنې په ترڅ کې د هېواد په پنځو زونونو کې خپره او دولتي چارواکو او اړوندو دولتي ادارو ته وړاندې شوه،  مګر تر اوسه لکه څنګه، چې لازمه ده  او بايد په دې برخه کې پاملرنه وشي نه ده شوې.

پورته موخو ته د رسېدو  لپاره  هيله من يو، چې د  هېواد  د خصوصي سکټور ټول فعالين او همکاران، له موږ سره هېڅ ډول همکاري او تلاش و نه سپموي،  څو د اساسي قانون، د اتاق د قانون او د هېواد د اقتصادي پاليسۍ په رڼا کې د هېواد د پرمختګ او اقتصادي او سوداګريزو  فعاليتو د پراختيااو  غوړېدا لپاره   زمينه برابره کړو.

په پای کې د يادولو ده، چې د اتاق د عامل پلاوي  د رياست له کوششونو د زړه له تله مننه وکړم، چې د شته ستونزو او خنډونو سره سره  وتوانېدل،  د اتاق د مديره پلاوي  لپاره  په مرکز او ولايتونو کې بريالۍ ټاکنې تر سره کړي.

همدا ډول د خپلو مالي همکارې  موسسې، جي آي زيډ، د ټاکنو د خپلواک کميسون د تخنيکي همکاريو، د هېواد د امنيتي ځواکونو، چې هر يو يې  د ټاکنو  په بريا کې برخه دلوده، د زړه نه منندوی يم.

د يو آباد  او پرمختللي افغانستان په هيله

الحاج حسين فهيم

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د مديره پلاوي رييس