د غړيتوب ګټې

اتاق د غړيتوب ډول ته په کتلو د خپلو غړو لپاره بيلابيل خدمتونه تر سره کوي او په راتلونکې کې په پام کې لري، څو خپلو غړو ته نور زيات خدمتونه تر سره کړي.

د عضويتونو ډلی او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق لخوا د وړاندی کيدلو وړ خدمتونه:

لومړۍ کټګوري ( عادي غړيتوب):

د اتاق د غړو دا کټګوري د غړيتوب د عادي کارت درلودونکي دي، کلنی فيس يې 2000 افغانۍ دی او لاندې خدمتونه ور ته تر سره کيږي:

1. د  افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په عمومي غونډو کې د ګډون او رای ورکونې حق.

2. د اتاق د اجرائيه کمېټې سره د خپلو ستونزو او  اړتياو د شريکولو لپاره د دې ډله غړو ملاقات.

3. د دې غړو د ستونزو  د حلاوي په موخه د سوداګريزو او ټولنيزو ناستو تر سره کول.

4. د لازمو ښوونيزو کورسونو پر لاره اچول او په نويو او مدرنو سوداګريزو سيسټمونو د نويو جوړو شوو شرکتونو پوهول،

5. د سوداګريز پلان، پروپوزل، قرارداد او نورو سوداګريزو تخنيکي اسنادو په برابرولو کې د 5٪ سلنه کمښت وړاندې کول.

6. که چيرته د اتاق عادی غړيتوب لرونکی ښځينه وی، د نقره يی غړيتوب امتيازونه ورته وړاندی  کيږی .

7. د اتاق دې ډلی غړو ته  د عادي غړيتوب د کارت ورکول.

دوه همه کټګوری (نقر يي غړيتوب):

دوهمه کټګوري (نقريي غړيتوب) د غړو دا ډله د غړيتوب د نقريي کارت درلودونکي دي، چې کلنی فيس يې 10000 افغانۍ کېږي او د هغه خدمتونو تر څنګ، چې د اولې کټګورۍ (عادي غړو) لپاره تر سره کېږي لاندې خدمتونو څخه هم برخمن کېدلی شي:

8. دولتي ادارو او اړوندو بنسټونو ته د غړو د ستونزو د حل لپاره د  مکتوبونو د لېږد له لارې له دوی نه ملاتړ او دفاع.

9. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د بېلابېلو ديپارتمنتونو او کاري کمېټو د لارښوونې او مشورې له لارې  غړو ته لارښوونه.

10. د بهرنيو شرکتونو د مالوماتو زياتول، چې په افغانستان کې د پانګونې او مختلطو شرکتونو د جوړېدو غوښتونکي وي.

11. هر کال دوه واری بهرنيو سفارتونو ته د سوداګريزو ويزو د اخيستو په موخه  په مکتوبي ډول د غړو  ددې ډلې  ورپېژندل او سپارښتنه.

12. د سوداګريزو اسنادو او سوداګريزو مراحلو د سم تر سراوي د پروسې په موخه د متقاضي غړو څخه د سپارښت پاڼو صدور.

13. داتاق په ډايرکټوري کې په الفبايي اوطبقه بندۍ شوي شکل دغړي شرکت دمالوماتو درجول.

14. د سوداګريز پلان، پروپوزل، قرارداد او نورو تخنيکي سوداګريزو اسنادو په جوړولو او چمتو کولو کې د 15 سلنه کمښت وړاندې  کول.

15. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په مياشتينۍ مجله کې ددې ډلې غړو د سوداګريزو اعلاناتو  د خپرولو لپاره 15 سلنه کمښت.

16. د اتاق دې ډلې غړو لپاره د اتاق د کنفرانسونو  او ټرېننګ سنټر د لاسته راوړلو لپاره د 15سلنه کمښت وړاندې کول.

17. د غړو دې ډلې ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د نقليه وسايطو د کارت (C) ور کول.

18. د اتاق دې ډلی غړو ته د نقره يي کارت ورکول.

19. پور ورکونکو ادارو او خصوصی بانکونو له لاری د مناسب او آسان شرايطو او د ټکټانی کمښت سره پورونو ته لاسرسی.

20. د اتاق په ويب سايت کی د غړو د اړيکو د ديپارتمنت په فارمت کی د دی غړو د مالوماتو خپرول.

21. که چيرته د اتاق د نقره ئی غړيتوب لرونکی ښځينه وي، د طلائی غړيتوب امتيازونه ورته وړاندی کيږی.

دريمه کټګوري ( طلايي غړيتوب):

د اتاق د غړو دا کټګوري  د غړيتوب د طلايي کارت درلودونکې ده، کلنی فيس يې 25000 افغانۍ کېږي او د هغه خدمتونو تر څنګ، چې د دوهمې کټګورۍ (نقريي غړو) لپاره تر سره کېږي لاندې خدمتونو څخه هم برخمن کېدلی شي:

22. بهرنيو سفارتونو ته د سوداګريزو ويزو د اخيستو په موخه  په مکتوبي ډول د غړو  د دې ډلې  ورپېژندل او سپارښتنه.

23. په هغه کنفرانسونو او نندارتونونو کی چی د اتاق له خوا په لاره اچول کيږی د دی ډلی غړرو ته د ګډون د زمينی برابرول.

24. په هغه کنفرانسونو، سمپوزيمونو او سوداګريزو نندارتونونو کې، چې د اړوندو ملي او بين المللي بنسټونو له خوا پر

لاره اچول کيږي د دې ډلې غړو ورپېژندل.

25. دايميل ادرس له لاری دی غړو ته د داوطلبيو د معلوماتو استول او د www.kabul-tenders.org ويب سايت له لاری د کارونکی نوم (يوزرنيم) او پسورد په درلودلو د داوطلبی اوراقو ته د دی ډلی غړو لاسرسی.

26. د پانګونی، سوداګری او صنايعو په برخه کی مالوماته ته د اتاق د دی ډلی غړو لاسرسی.

27. د ايميل له لاری دغو غړو ته د اتاق د خبر پاڼی د سافت استول.

28. خصوصي او دولتي بانکونو، پور ورکوونکې سرچينو او ټولو مالي شرکتونو ته د پور د تر لاسه کولو په هدف د دې ډلې د غړو کتبي سپارښتنه او ور پېژندل.

29. د سوداګريز پلان، پروپوزل، قرارداد او نورو تخنيکي سوداګريزو اسنادو په جوړولو او چمتو کولو کې د 25 سلنه کمښت وړاندې کول.

30. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په مياشتينۍ مجله کې د دې ډلې غړو د سوداګريزو اعلاناتو  د خپرولو لپاره 25 سلنه کمښت.

31. داتاق دې ډلې غړولپاره داتاق د کنفرانس اوټرېننګ سنټردلاسرسي لپاره د 25 سلنه کمښت وړاندېکول.

32. دغړود ې ډلې ته دافغانستان دسوداګرۍاوصنايعواتاق د نقليه وسايطود (B) کارت ورکول.

33. د دې ډلی غړو لپاره د حقوقي، منځګړيتوب او حکميت د خدمتونو  وړاندې کول.

34. د نړېوالې ټولنې استازو، لوړپوړه دولتي چارواکو او د خصوصي سکټور د فعالينو سره د دې ډلې غړو د لا ښه اشنايۍ

او سوداګريزو اړيکو د تامين په هدف د ځانګړو ناستو او پروګرامونو پر لاره اچول.

35. که چيرته د اتاق طلايی  غړيتوب لرونکی ښځينه وی، د پلاتنيوم غړيتوب امتيازونه ورته وړاندی  کيږی.

36. د دې ډ‌لې غړو لپاره د اتاق د غړيتوب د طلايي کارت ورکول.

څلورمه کټګوري ( پلاتينيوم غړيتوب):

د اتاق د غړيتوب دا کټګوري د غړيتوب د پلاتينيوم کارت درلودونکې ده، چې هر کال 50000 افغانۍ فيس ورکوي. او د هغه خدمتونو سربېره،  چې د اولې کټګورۍ( عادي) غړو)، دوهمې کټګورۍ( نقريي غړو) او درېيمې کټګورۍ( طلايي غړو) لپاره تر سره کېږي لاندې خدمتونه  هم ور ته تر سره کيږی.

38. د دی ډلی غړو دفترونو ته د اتاق خبر پانی پرله پسی ليږدول.

39. د سوداګريز پلان، پروپوزل، قرارداد او نورو تخنيکي سوداګريزو اسنادو په جوړولو او چمتو کولو کې د 50 سلنه کمښت وړاندې  کول.

40. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په مياشتينۍ مجله کې د دې ډلې غړو د سوداګريزو اعلاناتو  د خپرولو لپاره 50 سلنه کمښت.

41. داتاق دې ډلې غړولپاره د اتاق د کنفران سونو او ټرېننګسنټر دلاسته راوړلولپاره د 50 سلنه کمښت وړاندې کول.

42. د بهرنيو پلاوو سره رسمي سوداګريزې ناستې برابرول او د هغوی سره يو په يو ددې ډلې د غړو ليدل کتل.

43. د اتاق د ويب پاڼې سره د غړو د دې ډلې د ويب پاڼې لنکول او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق په ويب پاڼه کې د

دې ډلې غړو د شرکتونو د لوګو او نورو مالوماتو په شريکولو سره د بازارموندنې په برخه کې خدمتونه تر سره کول.

44. دغړودې ډلې ته دافغانستان د سوداګرۍاوصنايعو اتاق د نقليه وسايطو د (A) کارت ورکول.

45. په خاصو محافلو او د اتاق په ټولو کنفرانسونو کې د اتاق د غړو دې ډلې ته د ځانګړي يا(VIP)کارت ورکول.

46. د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر او مرستيالانو سره په ځانګړو ناستو کې د اتاق د غړو د دې ډلې برخه اخيستل.

47. د اتاق د غړو دې ډلې ته د پلاتينيوم د کارت ورکول.

پنځمه کټګوري ( د VIP غړيتوب):

د اتاق د غړيتوب دا کټګوري د ځانګړي يا (VIP) کارت درلودونکې ده، چې کلنی فيس يې 250000 افغانۍ کېږي. او پر هغه خدمتونو سر بېره، چې د لومړۍ کټګورۍ( عادي غړو)، دوهمې کټګورۍ( نقريي غړو)و درېمې کټګورۍ( طلايي غړو) او څلورمې کټګورۍ( پلاتينيوم غړو) لپاره تر سره کېږي لاندې خدمتونه هم ورته وړاندې کېږي:

48. د افغانستان  ولسمشر سره د څلور اړخيزه  ناستو کې د ګډون حق.

49. د سوداګرو د ستونزو د حلاوي په موخه د لوړ پوړه دولتي چارواکو،  کابينې غړو، د دولتي او غېر دولتي مستقلو

ارګانونو د رييسانو سره  د دې ‌ډلې د غړو د ناستو زمينه برابرول.

50. د دې کټګورۍ د غړو لپاره د اتاق  د امکانانو او صلاحيتونو په  چوکاټ کې د ډونرانو او نړيوالې ټولنې د لوړپوړه

چارواکو سره د ځانګړو ليدو کتو  زمينه برابرول.

51. د اتاق د صلاحيتونو په چوکاټ کې له هېواده بهر د ولسمشر او مرستيالانو سره په مهمو اقتصادي سفرونو کې د ګډون حق.

52. د دې کټګورۍ د غړو سره هر کال يوه ځانګړې مرکه او د اتاق د اقتصاد بازار په مجله کې يي د غړيتوب د اخيستو د نيټې په ترتيب خپرول.

53. د اتاق په مجله او ويب پاڼه کې په پرلپسې توګه د غړيتوب تر پايه ددې کټګورۍ د يوې کمپنۍ د لوګو خپرول.

54. په دوام  داره توګه د اتاق د ويب پاڼې  په يوه ځانګړې پاڼه کې د دې کټګورۍ د غړو د يوې کمپنۍ د لوګو خپرول.

55. په هغه ټولو پروګرامونو، کنفرانسونو او سيمينارونو کې، چی د اتاق له خوا تر سره کېږي، د دې کټګورۍ د غړو لپاره د ځانګړې ځای ريزرفول.

56. د اتاق د دې کټګورۍ د غړو لپاره د ځانګړي يا VIP  کارت ورکول.

نوت: بهرنی اتباع چی د پورتنيو هر يوی ګتګوری غړيتوب ولری د افغانستان د سوداګری او صنايعو اتاق په ټاکنو کی له ګدون پرته له ټولو امتيازاتو ځخه برخمن کيدی شی.