د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ مرستیال، ښاغلي الحاج میراجان سلیمان خېل، د خونې عامل پلاوي رئیس، ښاغلي الحاج محمد ولي امیني او د افغان–پاک ګډې خونې رئیس، ښاغلي خان جان الکوزي په حضور کې، د هند مطرح سوداګر، ښاغلي دل پرېټ سېنګ او د هغه له مل پلاوي سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د هېواد د پانګونې پر فرصتونو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ښاغلي سېنګ د نړیوال سټنډرډ مطابق د طبي پوهنتون او د درملو تولیدي فابریکې د جوړولو برخه کې د پانګونې لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ او په دې برخه کې یې د خونې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي سلیمان خېل په افغانستان کې د بېلابېلو سکتورونو برخه کې د هندي سوداګرو د پانګونې هرکلی وکړ او د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ د پانګونې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې یې د خونې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه له ښاغلي سېنګ څخه وغوښتل چې خپل ټول وړاندیزونه او طرحې په لیکلې بڼه خونې ته وسپاري.
پنجشنبه، مرغومې ۲۵مه، ۱۴۰۴

