د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د نفتو کمېټې غړیو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داود یوسفزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د افغانستان – ایران ګډ اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل د سون توکو کمېټې غړیو سره چې د انساء ادارې د تخنیکي ټیم په ناستو کې د ګډون لپاره ټاکل شوي دي ناسته ترسره کړه.
 
د نفتو واردونکو شرکتونو استازو او د ولایتونو د نفتي توکو د اتحادیې مسوولینو له ایران څخه د هغو تېلو د واردولو په اړه چې د افغانستان له معیارونو سره سمون نه خوري او دغه راز په بندرونو کې د تېلو د ټانکرونو د بندېدو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
ښاغلي مهمند د یادو ولایتونو د سوداګرو او استازو د نظرونو له اورېدو وروسته وویل، د نفتي توکو د تولید په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه چې روغتیا، چاپېریال او ټرانسپورټي وسیلو ته زیان نه رسوي دا کمیټه د دولتي ادارو په ځانګړې توګه د ملي نورم سټنډرډ ادارې له چارواکو سره د لیدو لپاره جوړه شوې ده ترڅو د با کیفیته نفتي توکو په برخه کې تخنیکي ناستې ترسره کړي او ستونزې حل کړي.
 
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د نفتي توکو د واردونکو د ملي کمېټې غړي دې د سوداګرۍ وزارت، د انساء ادارې او نورو اړوندو ادارو ته ور وپېژندل شي.