د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال المان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغاني محصولاتو له يو شمېر سوداګرو او پلورونکو سره وکتل او د هغوى پر ستونزو يې خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال ښاغلي محمد یونس مهمند المان ته د خپل سفر په ترڅ کې، په فرانکفورت کې د افغاني محصولاتو له يو شمېر سوداګرو او پلورونکو په ځانګړې توګه افغان سوداګر ښاغلي احسان سره د لیدنې په ترڅ کې، د هغوى پر ستونزو او په یاد هېواد کې د افغاني محصولاتو لپاره د بازار موندنې په اړه خبرې وکړې.
 
په فرانکفورت کې د افغاني محصولاتو سوداګر او پلورونکي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وچې مېوې له ښه بازار څخه د خوښۍ څرګندونه کوي، د معیاري بسته بندۍ نشتوالی په المان او اروپايي هېوادونو کې د دغو محصولاتو د خرڅلاو یوه لویه ستونزه بولي او زیاتوي چې د وچې مېوې اوسني پېرېدونکي ډیری یې افغانان دي چې په آلمان کې ژوند کوي او که چیرې د دغو محصولاتو پروسس او بسته بندي له اروپایي معیارونو سره سمه وي، نور آلماني او اروپایي اتباع به یې هم وپیري او وکاروي.
 
د افغاني محصولاتو سوداګرو او پلورونکو په المان کې د افغانستان سفارت په بې کفایتۍ او په ځانګړې توګه د افغاني محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې نیوکه وکړه او د سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د هېواد د محصولاتو لپاره په بازار موندنه کې یې د دوی فعاله ونډه مهمه وبلله.
 
ښاغلي مهمند د افغاني محصولاتو له سوداګرو او پلورونکو سره له لیدنې او د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کړې چې افغاني محصولات په ځانګړې توګه غالۍ، وچه مېوه، زعفران او نور تولیدات اروپايي هېوادونو صادر شي.
 
ښاغلي مهمند دغه مارکېټونه د افغاني محصولاتو لپاره مهم وبلل او ژمنه يې وکړه، چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی ستونزې او وړانديزونه د اسلامي امارت له اړوندو ارګانونو سره شريک کړي، تر څو دوی ته د لا زياتې بازارموندنې او اسانتياوو رامنځته کولو زمينه برابره شي.