د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د یومتیس ګروپ عمومي رئیس سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د یومتیس ګروپ عمومي رئیس ښاغلي اسمعیل هالدین سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د یاد شرکت پانګه اچونو او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي هالدین ښاغلي مهمند ته په مختلفو هېوادونو کې د یومتیس ګروپ فعالیتونو په ځانګړی توګه ودانیز سکتور برخه کې د یاد شرکت د پانګه اچونو په اړه مالومات ورکړل.
ښاغلي هالدین په هرات ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې د کار پیل خبر ورکولو ترڅنګ، د هېواد په نورو ولایتونو کې د ښار ګوټو او کورونو ودانولو په برخه کې خپله لیوالتیا څرګنده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه يي په دی برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي اسماعیل هالدین ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د یاد شرکت د فعالیتونو هر کلی وکړ او ښاغلي هالدین ته يي هېواد کې د پانګه اچونو شتو فرصتونو په اړه مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د یومتیس شرکت سره د ګډو پانګه اچونو په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.