د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې د ترکيي سفارت چاروال سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي عصمت الله وردګ او او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال ښالي میرویس هوتک په کابل کې د ترکيي سفارت چاروال ښاغلي بوزات سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو پانګه اچونو په اړه خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي مهمند د ترکیې سفارت سوداګریز چاروال ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ترکیې د سفارت له چاروال او خصوصي سکتور سره د ترکیې د سفارت له دوامدارو همکاریو څخه خوښي څرګنده کړه او همدارنګه یې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې د ترکیې پر رول ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند په دغه کتنه کې  په هيواد کې داستخراج په برخو کې دپانګې اچونې او په راتلونکي کې په آزادو اقتصادي زونونو کې دپانګې اچونې په ګډون په هېواد کې دګډو پانګونو د شته فرصتونو په باب خبرې وکړې او دسوداګريزو اړيکو او ګډو تصديو دپراختيا په خاطر يې خبرې وکړې . وړاندیز یې وکړ چې د ترکیې سفارت او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو د پانګوالو ترمنځ د آنلاین او مخامخ کنفرانس په جوړولو کار وکړي.

ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو پلاويو پر سفرونو او د سوداګرۍ د تفاهم لیک پر لاسلیک ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ترکیې د سفارت د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د کانونو د وزیر او د افغان او ترکي پانګوالو په ګډون د انلاین کنفرانس د جوړولو اعلان وکړ او د ترکیې د سفارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه، څو د امکان تر حده زیات ترکي پانګه وال پکې برخه واخلي.

ښاغلي عصمت الله وردګ په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو په ځانګړې توګه د سړک جوړولو، کانونو او ساختماني چارو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو یادونه وکړه او په پورتنیو برخو کې یې د ترکي شرکتونو د دوو لسیزو د کار له ښو تجربو څخه خوښي څرګنده کړه.
ښاغلي عبدالمتین قلندري د دواړو هېوادونو ترمنځ د عنعنوي او ښو اړیکو په یادولو سره، د افغان او ترکي سوداګرو او پانګوالو د سفرونو او همدارنګه د دواړو هېوادونو د حکومتونو له خوا د لا زیاتو اسانتیاوو په ځانګړې توګه د ویزو صادرولو په برخه کې د رامنځته کولو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ترکیې سفارت چاروال ښاغلي بوزات له اتاق څخه د بلنې له امله مننه وکړه او د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ او همدا راز یې په ګډو پانګونو کې د ترکیې د سوداګرو او پانګوالو پر لېوالتیا ته اشاره وکړه. هغه په افغانستان کې د پانګونې لپاره په اوسنیو شرایطو کې په اداره کې د فساد د کمښت او د امنیت د ښه والي په اړه څرګندونې وکړې.

ښاغلي بوزات د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د آنلاین او مخامخ کنفرانسونو د ترسره کولو په برخه کې د دغه اتاق د پروګرامونو هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د ترکیې سفارت د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
نوموړي په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د تخنیکي معلوماتو پر شریکولو ټینګار وکړ او له اتاق څخه یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره په ګډه کار وکړي.