د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او انترکانتننتال هوټل ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي منشي او د غزني ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د اتاق او د دولتي هوټل انترکانتننتال ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک مراسمو کې ګډون درلود.
 
د انترکانتننتال هوټل نوي رئیس ښاغلي مولوي عبدالصمد تائب په وروستیو څو میاشتو کې د هوټل د لاښه والي خبر ورکولو ترڅنګ، هیله څرګنده کړه چې، یاد هوټل خصوصي سکتور ته د ځانګړي تخفیف په نظر کې نیولو سره د ښو او معیاري خدماتو په وړاندی کولو سره وکولی شي، چې د خان بسیاینې په لور ګام پورته کړي.
 
ښاغلي مهمند د انتر کانتننتال هوټل دغه کړنه وستایله او د یاد هوټل په معیاري او نړیوالو سټنډرډونو برابرو خدماتو وړاندی يي ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند د انتر کانتننتال هوټل د ملي پانګې په نوم ونوماوه او د یاد هوټل څخه يي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي مهمند د هوټل د مشرتابه څخه وغوښتل چې د بهرنیو میلمنو میلمنه پالنه د نړیوالو هوټلیزو معیارونو سره سمه ادا او د دایمي نندارتونونو د په لاره اچولو او د طبیعي او کورنیو محصولاتو نندارې ته د کیښودو او د بهرنیو میلمنو راجلبولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
 
ښاغلي عطايي د انترکانتننتال هوټل د پنځوس کلونو خدمت کولو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د یاد هوټل په مالیاتي معافیت، سمونو راوستلو او د کیفیت لا ښه کولو باندی ټینګار وکړ.
ښاغلي عطايي د نندراتونونو او سترو کنفرانسونو د په لاره اچولو برخه کې د انتر کانتننتال هوټل سره د اتاق د همکارۍ یادولو ترڅنګ، د یادې همکارۍ په دوام ټینګار وکړ.
 
ددی پروګرم په یوه څنډه کې د هوټل د مسؤلینو لخوا د هوټل د خدماتو په هلکه جوړ کړی شوی پریزنټیشن وړاند شو او په پای کې د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د انتر کانتننتال هوټل سوداګریز مرستیال ښاغلي قاري ذکرالله هاشمي تفاهملیک لاسلیک کړي.