د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا، خصوصي سکتور ستونزو حل او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي احمدیار د سوداګرۍ اوسني وضعیت، د سوداګرو ستونزو، د هېواد سوداګرو او پانګه اچوونکو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، د یو لړ تخنیکي موضوع ګانو او د شتو سودارګریزو ستونزو ته د حل لارو پیدا کولو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د سوداګرۍ او صنعت وزارت ترمنځ په ګډې همکارۍ او همغږۍ يي ټینکار وکړ.
 
ښاغلي احمدیار په نږدی راتلونکي کې په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په نوښت، د هېواد د خصوصي سکتور غړیو په ګډون د یوې ناستې خبردارې ورکړ او د سوداګرۍ او صنعت له ښاغلي وزیر او د اسلامي امارت نورو اړوندو چارواکو يي وغوښتل چې په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.
 
ښاغلي احمدیار زیاته کړه "په دی ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت چاورکو ګډون هېواد کې پانګه اچونې ته د هڅونې او د اسلامي امارت سره د سوداګرو د یو لړ ستونزو د پای ته رسیدو سبب وګرځي."
ښاغلي نورالدین عزیزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د سوداګرو یو شمیر ستونزو شتون ومانه او هیله يي څرګنده کړه چې د دغه وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو په پایله کې به په یادو ستونزو برلاسی پیداکړي.
 
ښاغلي عزیزي ژمنه وکړه چې د هېواد د پانګه والو او سوداګرو شتو سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو ته د پای ټکي کیښودو او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.