د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هرات ولایت موټر پلورونکو اتحاديي مسؤلینو او د یاد ولایت فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عصمت الله وردګ او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د تیلو او ابلن ګاز کمېټې رئیس او د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي جان آقا صادقي، د هرات ولایتي اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده او د هرات ولایت مقام غړو د هرات ولایت د موټر پلورونکو اتحاديي له مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د موټر پلورونکو اتحاديي مسؤلینو وویل "د ګمرکي تعرفو لوړوالى د دې لامل شوى، چې زموږ زيات شمېر موټرونه په ګمرکونو او پولو کې بند پاتې شي."
دوی زیاته کړه چې د دې تر څنګ چې د دوی پیسې په بانکونو کې بندې دي، دوی په ګمرک کې د خپلو موټرونو د محصول د ورکړې څخه عاجز دي او دا چې موټرونه مو په ګمرکونو کې بند دي ددغه ځنډ په مقابل کې چې کومې پیسې باید ګمرک ته تادیه کړو، هغه هم یو غټ مقدار پیسې دي.
 
دوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې دا موضوع د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریکه کړي او د حل مناسبه لار ورته وړاندې کړي.
ښاغلي محمد یونس قاضي زاده وویل "د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه هڅه کوي چې دغه ستونزه هواره کړي او زیاته یې کړه چې هڅه به وکړي چې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د موټرو د محصول لپاره یوه ځانګړې فیصدي وټاکي."
 
ښاغلي مهمند د هرات ولایت د موټر پلورونکو اتحادیې د مسوولینو د ستونزو له اورېدو وروسته زیاته کړه، چې د دې اتاق مشرتابه له دولتي چارواکو سره په څو ناستو کې د دوی ستونزې یادې کړې او ټینګار یې کړې چې محصول را کم کړی شي او د کاروبار د وضعیت ښه کیدو لپاره هڅې ګړندۍ هڅې وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې د موټرونو د ګمرکي محصول د کمښت او د بې جوازه موټرونو د تولید د څرنګوالي په اړه باید یو جامع پلان جوړ او دولتي چارواکو ته یې وړاندیز وشي، څو له خصوصي سکتور سره په همغږۍ دغه ستونزه حل شي.
 
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په څنډه کې د هرات ولایت د ځوانو سوداګرو اتحادیې رئیس او یو شمېر غړو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له خوا په دغه ولایت کې د سوداګریزو فعالیتونو د همغږۍ په تړاو ستاینه او قدرداني ترلاسه کړه.
همدارنګه د سفر په دریمه ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړیو د کابل فولاد، تک پلاستیک، ګولډن ستون، ګرین سولر کارخانې، د بطریو تولید کارخانې او د چپسو د تولید فابریکې څخه د ګڼ شمیر لاملونه له امله تر ډیر ځنډ وروسته يي په کار بیا پیل کړې، لیدنه وکړه.
 
د پورته یادو تولیدي فابریکو مسوولینو هر یو د خپلو شته ننګونو په اړه خبرې وکړې او د ستونزو په حل کې یې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د یادو فابریکو د مسؤلینو د ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې مشرتابه پلاوی به د دوی د ستونزو په حل کې لازمه همکاري وکړي.
 
ښاغلي مهمند د يادو فابريکو له مسؤلينو وغوښتل، چې خپلې ټولې ستونزې او وړانديزونه په ليکلي ډول ياد اتاق ته وسپاري، تر څو اتاق د دوی ستونزې د اسلامي امارت له اړوندو مسوولينو سره شريکې کړي او د حل لپاره يې مناسبې لارې چارې ولټوي.