د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشترتابه پلاوي د رخت واردوونکو اتحاديې او د ننګرهار سوداګرو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي محمد همایون خواجه زاده، د ننگرهار د مدیره پلاوي غړیو هر یو عنایت الله صدیق زی او زلمی عظیمی، او د رخت واردوونکو اتحاديې او د ننګرهار یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي خواجه زاده او د ننګرهار سوداګرو خپلې ګمرکي ستونزې او په تورخم کې د دوی په سلګونه ګاډو چې په سوداګریزو توکو بار دي توقف په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته وویل او غوښتنه يې وکړه چې د دوی ستونزو د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.
 
همدارنګه د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله په ځینو نورو ستونزو لکه: د سلاح د جواز کارت ترلاسه کولو، د سوداګرو بانکي حسابونو بندوالي، بهرنیو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو پیر په موخه د پیسو لیږد او ګمرکي ستونزو په اړه خبرې وکړې او ددی ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند او د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د ستونزو اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.