د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د قزاقستان سوداګرۍ پلاوي په ګډه ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر او د نوموړي هېواد د سوداګرۍ پلاوي، د اسلامي امارت چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو په کابل انترکانتیننتال هوټل کې د ناستې په ترڅ کې، د افغانستان – قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د سوداګرۍ د ګډ اتاق جوړول یوه اړتیا وګڼله.
ښاغلي عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډ اتاق د جوړولو په برخه کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي عزيزي د هوايي دهلېز بيا پرانيستل د افغانستان د صادراتو او د سوداګرۍ د ودې په برخه کې اړین وبلل او د دواړو هېوادونو د هوايي دهلېز د بيا احيا په برخه کې يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هڅو ژمنه وکړه.
ښاغلي مهمند له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو د حجم د زیاتوالي په برخه کې د قزاقستان د حکومت د ښو همکاریو یادونه وکړه او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو تفاهملیکونو لاسلیکول او د ګډ سوداګریز اتاق رامنځته کول يې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې اړین وبلل.
 
ښاغلي مهمند په هېواد کې د سوداګرۍ، صنایعو او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ګډو پانګونو د فرصتونو یادونه وکړه او د اوسني اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره یې هېواد ته له قزاقستان څخه د صادریدونکو اوړو او غنمو په بیو کې د ځانګړي تخفیف غوښتنه وکړه.
 
نوموړي دغه راز د منځنۍ آسيا له جنوبي اسيا سره د نښلولو په برخه کې د افغانستان د ښه موقعت او د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د دواړو هېوادونو د ترانسپورتي شرکتونو د ګډ کار ستاينه وکړه او آسيايې هېوادونو او قزاقستان ته يې پر افغان صادراتو په ځانګړي ډول وچې میوې د ترجیحي تعرفو وضع کولو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند له قزاقستان سره د هوايي دهلېز بندېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په زیان وبلل او د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر څخه یې وغوښتل چې د هوايي دهلېزونو په فعالولو او همدارنګه د تازه افغاني مېوو د تعرفې په کمولو کې همکاري وکړي.
 
نوموړي د منځنۍ آسیا هېوادونو په ځانګړي ډول قزاقستان کې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د ستونزو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د افغاني غاليو ښه کيفيت ته په اشارې سره په قزاقستان کې د دايمي نندارتون جوړول مهم وبلل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زياتوالي لپاره يې د افغان او قزاقستاني سوداګرو ترمنځ د ګډې ناستې پر اړتيا ټينګار وکړ.