د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د تیلو او اوبلن ګاز له یو شمیر سوداګرو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد له ملي سوداګر ښاغلي معراج الدین پرهیز، د اتاق له ستر سلاکار او د نفتو او ګازو له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د سوداګريزو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي پرهیز او یادو سوداګرو د شته امنیتي ننګونو یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې یې د هېواد سوداګر اندېښمن کړي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د دوی اندېښنې او ستونزې د اسلامي امارت له امنیتي مسؤلینو سره شریکې کړي.
 
یادو سوداګرو د هېواد په بازارونو کې د تېلو او ګازو د بیو د راټیټېدو په اړه وړاندیز وکړ چې که د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي چی له ګاونډیو هېوادونو سره د تېلو او ګازو د پېرلو تړونونه لاسلیک کړي، کولی شي تیل او ګاز خلکو ته په ټیټه بیه عرضه کړي.
 
ښاغلي مهمند سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اسلامي امارت له اړوندو مسؤلینو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به یې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.