د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنیز اتاق سره ګډه ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي همایو خواجه زاده، د هرات ولایتي اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده، د بامیانو ولایتي اتاق رئیس او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټرانسپورټ او ټرانزیټ کمېټې ښاغلي لطف الله امیني، د نمروز ولایتي اتاق استازي او د اتحادیو او انجمونونو یو شمیر غړیو د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنیز اتاق رئیس ښاغلي غلام حسین شافعي، د نوموړي اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي دکتور کرباسي، او د افغانستان – ایران په پوله پرتو ګډو سوداګریزو اتاقونو رئیسانو سره آنلان ناسته ترسره کړه.
 
ښاغلي احمدیار دغه ناسته د افغانستان – ایران ګډ سوداګریز اتاق رامنځته کیدا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګه ایزو فعالیتونو پراختیا په برخه کې اړینه وبلله او په دی برخه کې د اتاق د تیارۍ څخه خبر ورکړ.
ښاغلي احمدیار ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شتو سوداګریزو او پانګه ایزو ستونزو هواري په برخه کې دواړه اتاقونه باید کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو لکه: سوداګرۍ، بانکدارۍ، د متشبثینو د حق غوښتنې او ملاتړ، د ګډو سوداګریزو اتاقونو رامنځته کولو، د سوداګریزو شخړو حل مرکز رامنځته کولو، او د ایران په ګډون د مخلتفو هېوادونو سره د سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو د په لاره اچولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي شافعي دغه ناسته د اقتصادي ودې او سوداګریزې پراختیا په برخه کې اړینه وبلله او ټینګار يې وکړ چې د دواړو هېوادونو اتاقونو د غړیو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه کړی شي، ترڅو په دواړو هېوادونو کې شته سوداګریز او پانګه ایزفرصتونه په نښه او د ترجیحي تعرفې په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
 
د ناستې په پای کې دواړو لوریو په لاندی مواردو موافقه وکړه:
۱. د افغانستان – ایران ګډو سوداګریز اتاق رامنځته کول
۲. د دواړو لوریو څخه د ګډې پانګه ایزې کمېټې او ساختماني سکتور رامنځته کول
۳. د افغانستان – ایران ترمنځ په ترجیحي تعرفو موافقه او په دی برخه کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو لخوا د موضوع تعقیب
۴. د دواړو هېوادونو سوداګریزو اتاقونو غړیو لپاره د مسافرت د ویزو صادرولو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کول
۵. د دواړو هېوادونو په پوله پرتو اتاقونو ترمنځ همغږي او د ګډې کمېټې د رامنځته کولو په موخه د طرحو وړاندی کول
۶. د افغانستان – ایران ترمنځ د کانونو په برخه کې ګډه تخصصي کمېټه رامنځته کول او افغانستان ته د ایراني سوداګرو او پانګوالو سفر تنظمیول
۷. د دواړو اتاقونو ترمنځ د بریښنا، پتروشیمي، اوبلن ګاز او نفتو ګډ اتاق رامنځته کول