چین ته د جلغوزيو د انتقال په برخه کې د کام ایر هوايې شرکت سره نوی تړون

د هېواد صادروونکو ته د آسانتیاوو د برابرولو په ځانګړي ډول د هوايي دهلېز له لارې چین ته د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرله پسې هڅو له امله نن د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کام ایر هوايې شرکت عملیاتي آمر ښاغلي حاجي رقیب او د جلغوزیو د اتحاديې رئیس ښاغلي دلدار ځدران په کابل سټار هوټل کې د ناستې په ترڅ کې د کام ایر هوايې مسؤلینو ومنله چې له دی وروسته به د جلغوزیو في کیلو په ۴ امریکايي ډالره چین ته انتقالوي په داسی حال کې چې پخوا له دی د یو کیلو د انتقال بیه ۴.۵ امریکایي ډالره وه.
 
ښاغلي عبدالسلام حنفي د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګریزې پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او د هېواد د صادراتو لپاره یې د الوتنو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. نوموړي جلغوزي يو له مهمو صادراتي توکو څخه وبلل او په دې برخه کې يې د يوې کميټې د جوړولو لارښوونه وکړه او دغه کمېټه به د جلغوزيو د صادراتو د څارنې دنده ولري، چې د جلغوزیو د پیر څخه د لاسته راغلو پیسو بېرته افغانستان ته انتقال ډاډمن کړي او د جلغوزیو د قاچاق په مخنیوي کې د اسلامي امارت له نورو اړوندو ارګانونو سره همکاري وکړي.
 
ښاغلي مهمند د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغاني محصولاتو ټولې صادراتي پیسې په ځانګړې توګه د جلغوزیو د پیر څخه لاسته راغلي ډالر باید افغانستان ته بیرته انتقال شي او په دې برخه کې د جلغوزیو صادروونکو څخه د ځمکې له لارې زمان واخیستل شي.
 
ښاغلي خان جان الکوزي پاکستان ته د جلغوزيو د قاچاق د زيانونو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې که جلغوزي د ترانزيټ له لارې د پاکستان له لارې چين ته صادر شي، کومه ستونزه نه لري، بلکې د قاچاق مخه يې بايد ونيول شي.
 
ښاغلي سید جاوید برهان په وروستیو ورځو کې د خصوصي سکټور امنیتي ننګونو ته اشاره وکړه او د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه یې وغوښتل چې په دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.
ښاغلي برهان ټنګار وکړ چې د هېواد جلغوزي د (آی سو) سرټیفیکیټ مطابق پروسس او بسته بندي شي ترڅو د نړیوال باور څخه برخمن شي.
 
ښاغلي دلدار ځدراڼ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ښې همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې د جلغوزیو د قانوني صادراتو په ځانګړي ډول چین ته د هوا له لارې د صادراتو او د ډالرو بیرته افغانستان ته د انتقال په برخه کې به د اسلامي امارت د سوداګریزې تګلارې سره سم عمل وکړي.

\