د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د ازبک – روس ګډ شرکت مدیره پلاوي له رئیس سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د ازبک – روس ګډ شرکت (انرګوماش هولډنګ) بنسټ ګر او رئیس او د ازبکستان فرغانه کمپنیو ګروپ رئیس ښاغلي احمد خاتاموف سره د لیدنې په ترڅ کې، په هېواد کې د شته پانګه اچونې فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عطايي ښاغلي احمد خاتاموف ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې د کانونو په برخه کې د شته پانګه اچونې فرصتونو، خدماتو او نورو برخو په اړه هر اړخیز مالومات وړاندی کړل او سویلي آسیا ته يي د ازبکستان سوداګریزو توکو او محصولاتو لیږد په برخه کې، د افغانستان خاوره اړینه وبلله.
 
ښاغلي خاتاموف د ښاغلي عطايي څخه د هر اړخیزو مالوماتو وړاندی کولو په تړاو د مننې کولو ترڅنګ، په افغانستان کې په مختلفو برخو کې، د پانګه اچونې په تړاو خپله لیوالتیا څرګنده کړه.