د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې میشت د ترکيې سفارت له سوداګریز چاروال سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوالو اړیکو او صادراتو پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو او یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو په کابل کې میشت د ترکيې سفارت له سوداګریز چاروال ښاغلي بوزات او د موساید صنعتګرو او سوداګرو خپلواکې اتحاديې له رئیس ښاغلي فاتح چایاباتماس سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو پانګه اچوونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي بوزات د اتاق سره د خپلو همیشنیو همکاریو یادولو ترڅنګ، وویل " موږ د ترکیې د سوداګرو او صنایعو له خپلواکې ټولنې او د ترکي سوداګرو او پانګوالو له یوې ډلې سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه دغې خونې ته راغلي یو چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشرتابه سره وویني او د ګډې پانګونې او همکارۍ په برخه کې کار وکړي."
 
ورپسې د موساد د سوداګرو او صنایعو د خپلواکې ټولنې رئیس ښاغلي فتح چایاباتماس په بېلابېلو هېوادونو کې د دې ټولنې د سوداګریزو فعالیتونو او پانګونې په اړه په ۱۷ برخو کې د پانګونې یادونه وکړه او په افغانستان کې یې له ګډو پانګونو سره خپله علاقه څرګنده کړه.
 
دغه راز نورو ترکي پانګوالو د خپلو شرکتونو د فعاليتونو په ځانګړي ډول د کانونو او استخراج په برخو کې د طبيعي او تر ځمکې لاندې زيرمو د سروې، د هوا له لارې د انرژۍ د توليد او نورو مسايلو په اړه معلومات ورکړل او په هېواد کې يې د پانګونې لپاره خپل چمتووالى څرګند کړ.
 
ښاغلي سید جاوید برهان، ښاغلي بوزات او ورسره ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله او تاریخي ښو اړیکو او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په تیرو ۹۰ کلونو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي د اتاق او خصوصي سکتور سره د ترکیې سفارت له ښو او دوامداره همکاریو خوښي څرګنده کړه او د ترکیې د سوداګرو او پانګوالو سفر یې د سوداګریزو اړیکو او ګډو پانګونو د پراختیا لپاره یو ښه او مهم ګام وباله.
 
ښاغلي شیرین اغا سخي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خپل فعالیت په دوره کې په هېواد کې د جګړې له شرایطو سره سره د تولید او سوداګرۍ په برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي. هغه زیاته کړه، د افغانستان د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې د امنیت په ټینګښت سره د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره وضعیت ښه شوی او دغه اتاق هڅه کوي چې د سوداګرۍ او صنایعو خپلواکې ټولنې ته غوره سوداګر او پانګوال ور ولېږي.
 
په پای کې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مسوولینو له خوا د نړیوالو اړیکو، صادراتو او پانګونې په برخو کې د تخنیکي توضیحاتو له وړاندې کولو او د افغان پانګوالو شرکتونو له خوا د خپلو تولیداتو او سوداګریزو فعالیتونو په اړه د معلوماتو له وړاندې کولو وروسته، هوکړه وشوه، چې د لا زیاتو همکاریو او ګډو پانګونو لپاره ډیرې نورې ناستې ترسره شي.