د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال په مزار شریف کې ۷۰۰۰ معلمانو ته خوراکي مواد توزیع کړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د بشیر نوید ګروپ رئیس ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د هېوادوالو نامناسب اقتصادي وضعیت په نظر کې نیولو سره، په ځانګړې توګه د معلمانو اقتصادي وضعیت چې تر نورو ډیر زیانمنونکي دي، د مزار شریف ۷۰۰۰ معلمانو ته خوراکي مواد توزیع کړل.
 
د دغو مرستو په ویش او د معلمانو په لست ترتیبولو کې، د بلخ ولایت مقام، د معارف ریاست او د ویش چارو تنظیم کمیسیون هڅې او همکارۍ د بشیر نوید ګروپ لخوا وستایل شوې.
د بشیر نوید ګروپ د مدرسو او ښوونځیو هغو استادانو ته چې له مخکې يې کارتونه ترلاسه کړي دي، د لست پر بنسټ په راتلونکو ورځو کې، خوراکي مواد ویشي.