د پاکستان اسلام آباد کې د بندرونو آخوا نومي ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ګډون

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکټر مخلص احمد او د افغانستان – پاکستان ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي د اقتصادي مطالعاتو ادارې (OESP) او د امنیتي او څیړنیزو مطالعاتو مرکز (CRSS) لخوا د (بندرونو آخوا) نامه لاندی جوړه شوې ناسته کې، ګډون او ویناوې وکړې.
 
یاده ناسته د سه شنبه په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د پاکستان خصوصي سکتور استازیو، د پاکستان د ولسي جرګې استازیو، د پاکستان مدني فعالانو، ژورنالستانو او د افغانستان د پخواني دولت ولسي جرګې ځینو استازیو په ګډون ترسره شوه.
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي الکوزي په افغانستان کې، د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته، په رامنځته شویو ستونزو لکه: د هېواد په سوداګرۍ او اقتصاد باندی د کنګل شویو پیسو ناوړه اغیزو او د افغانستان – پاکستان ترمنځ په سوداګریزو او ټرانزیټي دروازو کې شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د نړیوالې ټولنې څخه يي د افغانستان د کنګل شویو پیسو د بیرته خلاصیدو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي الکوزي د خپلو خبرو په جریان کې، یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو، د ځمکې له لارې د افغان مسافرینو لیږد په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، سوداګرۍ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګه اچونې شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستلو ټینګار وکړ.
 
ګډون کوونکو په افغانستان کې د اقتصادي او کاري وضعیت ودې په موخه د افغانستان – پاکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو ښه والي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو د تیریدو او مختلفو سوداګریزو برخو کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کیدو، د ویزو صدور په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کیدو، سوداګریزو اړیکو په غښتلتیا، په ګمرکونو کې د تعرفې په برخه کې د شتو ستونزو په حل، د اپټا تړون بیا نوی کیدو، په بندرونو کې د تخنیکي کمېټو رامنځته کیدو او سیاحتي او طبي آسانتیاوو رامنځته کیدو ټینګار وکړ.