د مڼو سوداګرو او د میدان وردګو باغ لرونکو اتحادیې خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د څارنې پلاوي منشي او د غزني ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د تازه میوو اتحادیو له رئیسانو، د میدان وردګو باغ لرونکو اتحاديې او د مڼو یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د میدان وردګو باغ لرونکو اتحادیې غړیو او د مڼو سوداګرو وویل "په هېواد کې دننه د هېوادوالو د اړتیا وړ او د صادراتو لپاره هم مڼې شتون لري، نو په اوسني وضعیت کې، د بهر څخه د مڼو واردول، د هېواد دننه مڼو تولید ته زیان رسوي. په وارداتي مڼو دی لوړې تعرفې وضع کړی شي، ترڅو د ډیرو مڼو واردلو مخه ونیسي."
 
د لویدیځ حوزې واردوونکو سوداګرو وویل "موږ سره له دی، چې د هېواد د باغ لرونکو ملاتړ کوو، باید ووایو چې په تیر نظام کې، د امنیتي ستونزو او د خلکو اړتیا په نظر کې نیولو سره، موږ د ایران سره د مڼو واردولو تړنونه کړي دي، تر څو د خلکو اړتیا پوره او دوی زیانمن نه شي."
 
ښاغلي مهمند د ستونزو اوریدو وروسته وویل "موږ د کورنیو تولیداتو لوړتیا او د ملي ګټو پلوي کوو او هم د مڼو واردوونکو سوداګرو څخه غواړو، چې د ملي ګټو او کورنیو تولیداتو پراختیا او لوړتیا په نظر کې نیولو سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي."
 
په پای کې، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د روان کال مرغومي تر پایه پوری باغ لرونکو او صادروونکو ته چانس ورکړل شي، ترڅو د هېواد تولید شوې مڼې مصرف کړي او تر هغه وروسته د مڼو واردوونکو سوداګرو ته اجازه ورکړل شي، ترڅو بهرنۍ مڼې واردې کړي.