د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد سیخ ګول تولید په صادراتو د تعرفی کموالی ستایې

د کورني صنعت غښتلتیا په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ماليې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سره په ناستو کې، په مکرر ډول وړاندیز کړی وه، چې د هېواد سیخ ګول تولید په صادراتو تعرفه یا صفر او یا لږ تر لږه کمه شي.

له نیکه مرغه، د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دغه وړاندیز ته د هو ځواب ویلو ترڅنګ، د هېواد سیخ ګول تولیداتو د صادراتو تعرفه صفر سلنی ته را ټیټه کړه .
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی د ماليې وزارت او د ګمرکونو او صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه کړنه ستایې او د هېواد سوداګرۍ او صنعت پراخیتا کې ورته د یو نیک ګام په سترګه ګوري.