د جلغوزیو سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشترتابه پلاوي سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او ضیارءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د جلغوزیو اتحادیې رئیس دلدار ځدران او د نوموړی اتحاديې له نورو غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي دلدار ځدران او د جلغوزیو نورو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همیشنیو همکاریو څخه د مننې کولو ترڅنګ، چین ته د هوا له لارې د جلغوزیو د انتقال ظرفیت ټیټوالی، د ازبکستان له لارې د صادراتو زیات وخت نیونه، او د انګور اده او غلام خان بندرونو له لارې د جلغوزیو قاچاق د خپلو اوسنیو ستونزو په توګه یادې کړې او په دی برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدا غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند او د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د ستونزو اوریدو وروسته، ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د قاچاق سره د مخالفت ښودلو ترڅنګ، د جلغوزیو قانوني صادراتو په ځانګړې توګه چین ته يې د صادراتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
 
د اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو ژمنه وکړه، چې د جلغوزیو په صادراتو کې شته ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه، به د ماليې وزارت، کام ایر هوایې شرکت، چین سفارت او اړونده ادارو سره ناستې ترسره کړي ترڅو د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.