د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد زړو اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو او د زړو اوسپنو سوداګرو سره ګډه ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او عصمت الله وردګ، د اتاق د څارنې پلاوي غړي ښاغلي محمد ناصر صمیم او د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د هېواد زړو اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو او د زړو اوسپنو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د هېواد زړو اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله، د کورنیو تولیداتو په برخه کې شتو ستونزو، د خامو موادو د کمښت او خپلو تولیداتو ته د بازار د نشتوالي په اړه خبرې وکړې. دوی د سپین بولدک په بندر کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ زره ټنو پورې د زړو اوسپنو شتون تاییدوي او په مناسب قیمت يې د پیرلو خبره کوي.
 
د زړو اوسپنو سوداګرو وویل چې دوی په زرګونه ټنه زړې اوسپنې پیرلي او په ډیره پراخه پیمانه يې استعمال شوې پرزې د ګمرکي محصول وروسته، واردې کړي دي، او د هېواد څخه بهر ته د صادرولو لپاره تیاري دي، خو د افغانستان اسلامي امارت اړونده مسؤلین اجازه نه ورکوي، چې یادې زړې اوسپنې د هېواد څخه دباندی صادرې کړي، دوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه وغوښتل چې په یاده برخه کې، د شتو ستونزو د له منځه وړلو په موخه، له دوی سره خپله همکاري ونه سپموي.
 
دوی وړاندیز وکړ چې د هیواد اوسپنې ویلی کولو فابریکو لخوا د اړتیا وړ اوسپنې اندازه په مناسبه بیه وپیرل شي او د دولت لخوا د نورو زړو اوسپنو د صادرولو اجازه ورکړل شي.
ښاغلي مهمند او د مشرتابه نورو درنو غړیو د یادو سوداګرو ستونزو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه، او د زړو اوسپنو لپاره د مناسبې بیې، د فابریکو لپاره د اړتیا وړ مواد، او د نورو زړو اوسپنو او کارول شوو پروز له تفکیک وروسته به اتاق هم خپل وروستي وړاندیزونه د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د اسلامي امارت نورو اړونده ادارو سره شریک کړي.