د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت کورنیو چاور وزارت د پالیسۍ له معین سره ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د مختلفو اتاقونو مسؤلینو یو شمیر سوداګرو او صرافانو د پنج شنبه په ورځ د افغانستان اسلامي امارت کورنیو چاور وزارت د پالیسۍ له معین ښاغلي شمس الدین منصور سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان د مالي پالیسۍ تطبیق په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دې ناسته کې، په ټولو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ملي هویت په توګه د افغانیو څخه د ګټې اخیستنې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو او د مالي او بانکي تګلارې د پلي کولو په موخه، د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د افغانستان بانک، د مالیې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د استازو په ګډون د تخنیکي کمېټې جوړولو په اړه خبرې وشوې او په دی اړه د ناستې ګډونوالو هم خپل نظرونه څرګند کړل.
 
ښاغلي مولوي شمس الدین منصور د مالي پالیسۍ د پلي کولو په موخه، د مالي ادارو او خصوصي سکتور په ګډون د تخنیکي کمیسیون د جوړولو یادونه وکړه او د نورو سکتورونو په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور همکاري یې اړینه وبلله. هغه د دې پالیسۍ په پلي کولو کې سکتور مهم وباله او د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د معین د دغه ګام د هرکلي په ترڅ کې د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتل او په بازار کې د نرخونو ثبات ساتل اړین وباله او په دی برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
 
په دې ناسته کې ښاغلي شیرین آغا سخي، انجنیر سید جاوید برهان، خانجان الکوزي او ضیاالدین اچکزي هم د خصوصي سکتور د شتو ستونزو، په بانکونو کې خپلو پیسو ته د سوداګرو د نه لاسرسي او په بازارونو کې يې په نرخونو د ناوړه اغېزو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او د هېواد د مالي او اقتصادي نظام د ثبات په برخه کې د نورو اړوندو مالي بنسټونو همکاري مهمه او اړینه وبلله.