د افغانستان اسلامي امارت سرپرست وزیرانو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ایران جمهور رئیس له ځانګړي استازي سره ناسته وکړه

د ایران جمهور رئیس ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي قمی، د اسلامي امارت اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت، کرهڼې، اوبه او بریښنا، اطلاعات او کلتور، مهاجرین او سرحداتو سرپرست وزیرانو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبیدالله نورزي، سوداګرو او پانګه اچوونکو د لړم میاشتې په ۲۶مه نیټه په کابل انترکانتینتال هوټل کې ناسته ترسره کړه او د سوداګریزو اړیکو پراختیا او غښتلتیا په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي حسن کاظمي قمی د دې ناستې په اړه وویل، چې کابل ته یې د سفر موخه د اسلامي امارت له چارواکو سره لیده کاته او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او د شتو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې، د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان د خلکو ملاتړ دی.
 
ورپسې د اقتصاد، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیرانو د فرهنګي او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه یې د افغانستان او ایران ترمنځ د ښو اقتصادي او فرهنګي اړیکو د تامین په اړه خبرې وکړې او د دغو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
 
د غونډې په دویمه برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې، کانونو، ګمرکونو، بانکدارۍ، سرحدونو او مهاجرینو، د سونګ توکو او فرهنګ په برخو کې کاري کمېټې جوړې شوې او د یادو کمېټو پر اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.
د سوداګرۍ او پانګونې، کانونو، ګمرکونو او بانکدارۍ په کمېسیون کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال محمد یونس مهمند په ګډون جوړه شوې وه، د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او د نورو خصوصي سکتورونو استازو هم ګډون کړی و. په سکتورونو کې د ننګونو، د ستونزو د حل، په پورتنیو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې اترې ترسره شوې.
 
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو په سرحدونو او ګمرکونو کې د ستونزو په ځانګړي ډول د سوداګریزو توکو د وارداتو د کمښت، د وارداتي مالونو د فزیکي چک او په پایله کې د ایران د تېلو د سوداګرو د ستونزو او د قراردادونو د نه تحویلۍ یادونه وکړه. او د هغه هېواد له خوا يې د تېلو د تولید او د یادو ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
 
په دې غونډه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې پر جوړولو هم خبرې وشوې، چې دواړو لورو د ګډې خونې پر جوړېدو او د هغې د جوړېدو پر میکانیزم هوکړه وکړه.
 
دغه راز د بانکي ستونزو د حل په موخه په دواړو هېوادونو کې د بانکي څانګو پر جوړولو، د تېلو د سوداګرو د ستونزو د حل، د ګډو پانګونو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې او د دواړو هېوادونو تر منځ د ځينو صادراتي محصولاتو پر وړاندې د ترجیحي تعرفو د وضع کولو په اړه هر اړخيزې خبرې اترې وشوې او په یادو برخو کې د شتو ستونزو په له منځه تلو ټنګار وشو.