د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څارنې پلاوي لسمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څارنې پلاوي لسمه ناسته د یکشنبه په ورځ له غرمې وروسته، د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي تر ریاست لاندی او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د څارنې پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خالد احمدي او محمد ناصر صمیم په ګډون د څارنې پلاوي په دفتر کې چې، د کابل ښار په شهرنو کې موقعت لري، ترسره شوه.
 
په دی ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اړوند بنسټیزو موضوع ګانو لکه: د هرات ولایتي اتاق هوټل ستونزه او د بیا په کرایه ورکول يې، د وروستیو سیاسي بدلونونو په پایله کې، د اتاق مالي وضعیت، د کابل ولایتي اتاق لپاره د ځای نیول او ځینو موضوع ګانو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او لازمې پریکړې ونیول شوې.