د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خپلو ولایتي او ولسوالیو اتاقونو عامل پلاوو کارکوونکو او اجرائیوي آمرینو روزنې په موخه دوه ورځنی روزنیز سیمینار په لاره واچوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خپلو ولایتي او ولسوالیو اتاقونو عامل پلاوو کارکوونکو او اجرائیوي آمرینو وړتیا لوړونې، ښو خدمتونو وړاندی کولو، د عوایدو لوړوالي او د مرکز او ولایاتو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه، د اتاق په مرکزي دفتر کې دوه ورځنی روزنیز سیمینار په لاره واچوه.
 
ددی دوه ورځني روزنیز سیمینار په پرانست غونډه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د مرکزي اتاق د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او د ولایتي او ولسوالیو اتاقونو عامل پلاوو کارکوونکو او اجرائیوي آمرینو ګډون درلود.
 
ښاغلي مهمند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو سره سره خصوصي سکتور ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ولایتي او ولسوالیو اتاقونو کړنې وستایلې او په دی وروستیو کې يې د هغو ستونزو او ننګونو یادونه وکړه چې د خصوصي سکتور او دده د کارونو په لاره کې خنډ ګرځیدلې وې، په ځانګړې توګه بانکي ستونزې او د خوراکي توکو لوړې بیې.
 
ښاغلي مهمند په دغو ننګونو د برلاسۍ په موخه، د اتاق د مشرتابه د هڅو یادونه هم وکړه، چې په کې د اتاق، سکتوري څانګو او د افغانستان اسلامي امارت مسؤلینو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کول شامل وه.
 
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور غړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د اتاق د عوایدو د زیاتوالي، مرکز ته د ولایتي او ولسوالیو اتاقونو د ستونزو او فعالیتونو په وخت د راپور ورکولو، په ولایتونو کې د سوداګریزو اتحادیو او انجمنونو یو ځای کول او د اسلامي امارت سیمه ایزو مسؤلینو سره د ولایتي او ولسولیو اتاقونو په ښو اړیکو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي شیرین آغا سخي د دغه سیمینار موخه د هرې کاري څانګې د دندو تشریح، د مشرتابه پلاوي د رول او صلاحیتونو، د اتاق په دندو کې د اساسنامې د تطبیق، د اتاق د عوایدو د راټولولو څرنګوالي، لګښتونه اوپه وخت حساب ورکونه په ګوته کړه او د اتاق په ولایتي او ولسوالیو کارکوونکو يې غږ وکړ، چې په ولایتونو کې له سوداګرو او پانګوالو سره د ښو اړیکو په رامنځته کولو او خصوصي سکتور ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره د اتاق د عوایدو د زیاتوالي لپاره کار وکړي.
 
دغه راز په دغه سیمینار کې په یو لړ اړینو عملیاتي او اجرایوي موضوعاتو، د مرکزي اتاق او ولایتي/ ولسوالیو اتاقونو تر منځ د همغږۍ، او هغو مسایلو په اړه، چې د اتاق د فعالیتونو د ښه والي او خصوصي سکتور ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې اغیزمن تمامیدای شي، ښاغلي عطايي او میرویس هوتک تفصیلي توضیحات وړاندې کړل.
 
د سیمینار بله برخه چې دوه ورځې به دوام وکړي د مرکزي اتاق د بیلابیلو څانګو مسؤلینو لخوا چمتو شوي معلوماتي پریزنټیشنونو ته ځانګړې شوې وه، چې دغه پریزنټیشنونه به د ولایتي/ولسوالیو اتاقونو عامل پلاوو کارکوونکو او اجرائیه آمرینو ته وړاندی او د هغوی پوښتونو ته ځوابونه وویل شول.