د هېواد د سوېل سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده د کندهار ولایتي اتاق دارالانشاء رئیس ښاغلي قاري ګل محمد او د هېواد د سویل یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډو سوداګریزو دروازو کې شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د هېواد سوېلي حوزې سوداګرو له پاکستان سره د افغانستان په تېره بيا په سپين بولدک دروازه کې ستونزو او داچې د څو ورځو راهيسې په دې لاره کې د تازه مېوو په ګډون د دوى سوداګريز مالونه بند پاتې دي، خپله اندېښنه څرګنده کړه او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل، چې د دوی ستونزې د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ارګانونو سره شریکې او دغه دروازه دې ژر تر ژره د سوداګریزو توکو لیږد پر مخ پرانیزي.
 
ښاغلي مهمند له پاکستان سره د سوداګریزو بندرونو، لارو او دروازو د پرانستې په موخه، د اتاق د پرله پسې او وروستیو هڅو په تېره بیا د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې له مشرتابه او غړو او همدارنګه د پاکستان له سفارت سره یې ناستې کړې دي یادونه وکړه. او زیاته يې کړه چې، هڅه کوي چې دغه لاره ژر تر ژره د هېواد وارداتو او صادراتو پرمخ پرانستل شي.
 
ښاغلي خانجان الکوزي د هېواد د سوداګرو د بېلابېلو ستونزو په حل کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره د اتاق د مشرتابه د غونډو او په ځانګړې توګه پاکستان ته د دغه هېواد د سوداګریزو ستونزو حل په موخه د اتاق د مشرتابه د سفر یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د همدغو هڅو په لړ کې د تورخم دروازه د سوداګریزو توکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.