د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د هېواد سویل حوزې یو شمیر سوداګرو د رئیس الوزار له مرستیال سره ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله نورزي، د کندهار ولایتي اتاق مرستیال ښاغلي حاجي محمد داود قادري او د هېواد سویل حوزې یو شمیر سوداګرو د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا له مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي سره د لیدنې په ترڅ کې، په سپین بولدک ګمرک کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند او د سویل حوزې سوداګرو سپین بولدک ګمرک کې شته ستونزې، په سوداګریزو توکو بار ګاډو ځنډیدنه یا توقف په ځانګړې توګه د هغو ګاډو توقف چې په صادراتي تازه میوو بار دي، او د هېواد سوداګرو او باغ لرونکو ته د بی شمیره زیانونو سبب ګرځي په ګوته کړې او د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو څخه يې د یادې ستونزې حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي حنفي د اتاق د مشرتابه پلاوي او سوداګرو ستونزو اوریدو وروسته، د یادې ستونزې حل په برخه کې، د اسلامي امارت مشرتابه له هڅو ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې د اسلامي امارت اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي، ترڅو یادې ستونزې ته د پای ټکی کیښودل شي.