د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له معین سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د پانګه اچونې او صادراتو پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل او یو شمیر سوداګرو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له معین ښاغلي مولوي صدراعظم سره د لیدنې په ترڅ کې، پاکستان ته د مڼو صادرولو په برخه کې شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
څو ورځې مخکې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او یو شمیر سوداګرو د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر سره په کابل کې د لیدنې په ترڅ کې، پاکستان ته د صادریدونکو مڼو ستونزو په اړه خبرې وکړې او دا چې پاکستان په افغاني مڼو خپله ګمرکي تعرفه راکمه کړي، نو د پاکستان سفارت په افغانستان کې د تولیدیدونکو مڼو دقیقې کچې په اړه د مالوماتو غوښتنه وکړ.
 
ښاغلي مهمند په هېواد کې د مڼو تولید موسم جریان کې، هېواد ته د بهرنیو واردیدونکو مڼو له امله د رامنځته شویو ستونزو په ځانګړې توګه، له دی امله، د پاکستان له لوري د تعرفې لوړولو یادونه وکړه او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له معین څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د تولیدیدونکو مڼو دقیقې کچې په اړه مالومات وړاندی او دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه: په افغاني مڼو د هند او پاکستان د ترجیحي تعرفو په پام کې نیولو سره، یو شمېر ګاونډي هېوادونه هڅه کوي، چې د افغان مڼو تر نامه لاندې دغو هېوادونو ته خپلې مڼې صادرې کړي او دا کار زموږ د مڼو صادراتو ته زیان رسوي. او ددی کار د مخنیوي لپاره باید په وارداتي مڼو لوړې تعرفې وضع کړی شي.
 
ښاغلي الکوزي د افغانستان په ګډون د سارک د غړو هېوادونو او دا چې دغه هېوادونو د یوشمېر محصولاتو پر وړاندې د موسمي تعرفو تر څنګ ترجیحي تعرفې وضع کړي مالومات وړاندی او له ګاونډیو هېوادونو څخه د مڼو پر وارداتو د لوړو موسمي تعرفو وضع کولو غوښتنه يې وکړه.
 
ښاغلي مولوي صدراعظم د هېواد صادریدونکو تولیدي محصولاتو څخه د ملاتړ کولو ترڅنګ، زیاته کړه "ّپروسږ کال په هېواد کې ۲۷۰ زره ټنه مڼې په هېواد کې تولید شوې وې او سږ کال تر پروسږ کال هم دغه شمیره لوړه ده"
نوموړي ژمنه وکړه، چې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې په راتلونکې اونۍ کې په هېواد کې د مڼو تولید په اړه ترټولو دقیق ارقام راټول او د بهرنیو چارو وزارت سره یې شریک کړي.
 
سربیره پردی، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معین ژمنه وکړه، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د هېواد ګمرکونو سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې به په یاده برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. هغه د موسمي تعرفو له وضع کولو څخه ملاتړ وکړ او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او نورو اړوندو ادارو سره يې له چين سره د سوداګرۍ د جوازونو د ثبت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.