د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې میشت د ایران سفارت سوداګریز چاروال سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق مدیره پلاوي غړي او د تیلو تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي جان آقا صادقي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د ایران سفارت سوداګریز چاروال ښاغلي سید ابراهیم حسیني سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د تیلو سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عطايې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته د ښاغلي حسیني راتګ یو نیک ګام وباله او د تیلو او اوبلن ګاز واردوونکو سوداګرو شتو ستونزو، سوداګریزو اړیکو پراختیا او د ایران اسلامي جمهورت له لوري افغان تیل واردوونکو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي حسیني د اتاق مشرتابه پلاوي څخه د دی ناستې تنظمیولو په تړاو مننه وکړه او هیله يې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به د شتو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو پانګه اچونو په برخه کې بنسټیز ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي احمدیار ښاغلي حسیني ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ایران اسلامي جمهورت دوامداره همکاریو ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې د ایران څخه د تیلو ستر واردوونکي افغان سوداګر د یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
 
وروسته بیا د تیلو واردوونکو سوداګرو هر یو جان آقا صادقي، ډاکټر عزیز احمد هاتف، حاجي معراج الدین پرهیز او ډاکټر سید کریم هاشمي د تیلو او اوبلن ګاز سوداګرو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ پراختیا په موخه، هر یو خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
ښاغلي حسیني د ستونزو اوریدو وروسته، وویل "شته ستونزې د حل وړ دي، او په کابل کې د ایران سفارت تل هڅه کوي، چۍ یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي."
نوموړي د تیلو او اوبلن ګاز سترو سوداګرو په پیژندلو کې د اتاق رول اړین وباله او ژمنه يې وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د ګډې همغږۍ په پایله کې به د افغان سوداګرو سره د تیلو تړون کولو زمینه برابره کړي.
 
ښاغلي حسیني په افغان پوله کې د تیلو لویې زیرمې رامینځته کول او د پایپ لاینونو له لارې د هغې نښلول هم یاد کړل، او په افغان پانګوالو یې هم غږ وکړ چې د ایران دننه په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونه وکړي چې د ایران حکومت لخوا چمتو شوې اسانتیاوې لري.
 
ښاغلي سلطان محمد صافي د ایران سفارت چاروال لخوا د یادو شوو آسانتیاوو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې افغان پانګوالو ته د آسانتیاوو په برخه کې شوې ژمنې باید یوازې شعار نه وي بلکه عملي اړخ ولري.
 
ښاغلي احمد یار، زیاته کړه چې د تیلو لوی سوداګر له ایران څخه د تیلو پیرود لپاره لویو تړونونو ته لیواله دي او د سفارت سوداګریز چاروال څخه یې وغوښتل چې د تیلو او اوبلن ګاز لویو تړنونو ترسره کولو زمینه برابره کړي ترڅو افغان سوداګر وکولی شی د نورو ګاونډیو هېوادونو په څیر د ایران څخه هم تیل او اوبلن ګاز وارد کړي.
 
ښاغلي احمديار وویل چې د تیلو سوداګر لیواله دي، چې د افغانستان-ایران په پوله کې د تیلو لویو زیرمو کې پانګونه وکړي، او یادونه یې وکړه چې دا به د خصوصي سکتور او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ همغږۍ ته اړتیا ولري.