د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه کمېټې اوولسمه ناسته وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه کمېټې شپاړسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر مشرۍ لاندی او د اتاق د مدیره پلاوي د پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې په ګډون ترسره شوه.
 
په یاده ناسته کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس او د مدیره پلاوي ځینو غړیو په آنلاین ګډون درلود، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي عطايې په اجنډا کې د شاملو موضوعګانو ترڅنګ، د عامل پلاوي راپورونه غونډې ته وړاندی کړل.
 
وروسته بیا هرات ته د تللي کمیسیون راپور ښاغلي شیرین آغا سخي د غونډې ګډونوالو ته وړاندی کړ چې د تفصیلي بحث وروسته د یادې موضوع، د اجرائیه کمېټې او د عامل پلاوي وړاندیزونو په اړه لازمې پریکړې وشوې.